اسد: د روسیې مداخلې د جګړې انډول بدل کړی

د عکس سرچینه،
د سوریې ولسمشر بشارالاسد وايي، د ده د هېواد په کورنۍ جګړې کې د روسیې مداخلې د جګړې انډول بدل کړی.
ښاغلي اسد د چېک جمهوریت له یوه تلویزون سره په خبرو کې ویلي، له تېر یوه کال راهیسې د لوېدیځ روانې هوايي بمبارۍ د "اسلامي دولت" ډلې د پرمختګ په مخنیوي کې پاتې راغلې دي، خو د روسي عملیاتو له پیل راهیسې داعش او نورې وسله والې ډلې کمزورې شوې دي.
د ترکیې لخوا تېره اونۍ د یوې روسۍ الوتکې د راغورځول کېدو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي ویلي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب ایردوان په سوریې کې د نوي وضعیت له کبله په وېره کې دی.
ترکیه ټینګار کوي، چې ښاغلی اسد په سوریې کې د اوږدمهالي جوړجاړي او حل برخه نشي کېدای.
اسد وايي: "د ایتلاف له بمباریو پیلېدو راهیسې، د "اسلامي دولت" فعالیت پراخ شوی او په ګرده نړۍ کې ورسره د یوځای کېدونکو کسانو شمېر ډېر شوی دی. ددې برعکس، د روسیانو له بمباریو راهیسې، داعش او نصرت جبهه له ماتې سره مخامخېدونکې ده".

روسیې په تېر سپتمبر کې سوریه کې بریدونه پیل کړل، خو د امریکا په مشرۍ ایتلاف بیا نژدې یو کال وړاندې هوايي بریدونه پیل کړي دي.
اسد وايي، نوي وضعیت د ترکیې ولسمشر جب طیب ایردوان دې ته اړ کړی چې "اعصاب یې کار ونه کړي".
ترکیه او خلیجي او لوېدیځ هېوادونه په واک کې د اسد پاتې کېدل ردوي.
اسد وايي "ایردوان په سوریه کې ناکام شو، د هغه ترهګره ډله هم پاتې راغله، په دې معنا چې سیاسي ژوند یې هلته پای ته ورسېد".
بشار اسد زیاتوي، د ترهګرۍ پرضد جګړه روانه ده، او د روسیې ملاتړی رول به لا پسې قوي کېږي.
حمص کې جوړجاړی
پر همدې مهال، رپوټونه وايي، د سوریې حکومت د حمص ښار په یوې سیمې کې د جګړې د ختمولو په موخه له یاغیانو سره جوړجاړی کړی دی.
د یوه حکومتي چارواکي په وینا، د دې هوکړې له مخې به حکومت مخالف جنګیالي له الوعر ناحیې نه ووځي، چې په حمص کې د یاغیانو تر ولکې لاندې وروستۍ سیمه ده. ټاکل شوې، چې یاغیان د راتلونکو دوو میاشتو په اوږدو کې په څو پړاوونو کې دا سیمه پرېږدي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
په بدل کې به یې حکومتي ځواکونه پر دې سیمې بمباري ودروي او کلابندي به یې پای ته ورسوي.
د تېر کال په مې میاشتې کې د یوه ورته جوړجاړي په ترڅ کې یاغیانو د حمص ښار نورې برخې هم پرېښې وې.








