نانسي پېلوسي د ولسمشر ټرمپ استیضاح پیلولو اعلان وکړ

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د استازو جرګې مشرې نانسي پېلوسي اعلان کړی دی چې یاده جرګه به رسماً د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د استیضاح پروسه پیلوي.
ولسمشر ټرمپ یې په ځواب کې ویلي، که دېموکراتان دا کار کوي نو بیړه دې وکړي. پر ولسمشر ټرمپ تور دی چې له خپله واکه یې ناوړه ګټه اخیستې ده.
ویل کېږي چې ولسمشر ټرمپ د اوکراین پر ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي فشار راوړی و چې د جو بایډین پر ضد د فساد قضیه پرانیزي.
جو بایدڼ په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر ټرمپ یو تر ټولو مهم سیال بلل کېږي.
نانسي پېلوسي د پنجشنبې پر ورځ وویل، دا موضوع امریکا د جمهوریت بقا لپاره مهمه ده او د استازو جرګه باید اقدام وکړي، ځکه بله لاره نشته.
د استازو جرګې عدلي کومیټې هم پرون په رسمي توګه د ولسمشر ټرمپ پر تورنولو غور کړی و.
خو ولسمشر ټرمپ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي:
"که تاسې ما استیضاح کوئ نو همدا اوس دا کار وکړئ، ژر یې وکړئ چې په سنا کې یو عادلانه محاکمه وشي او هېواد مو بېرته خپلو چارو ته ستون شي".
خو نانسي پېلوسي د پنجشنبې پر ورځ وویل چې موضوع روښانه ده او ولسمشر د خپلو سیاسي ګټو لپاره له واکه ناوړه ګټه پورته کړې.
نوموړې وویل، ولسمشر ټرمپ هڅه کړې ده چې د پوځي مرستو په بدل کې د خپل سیاسي سیال پر ضد په اوکراین کې د فساد قضیه پرانیزي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دیموکراتان غواړي چې د روان کال له پای مخکې په استازو جرګه کې د ولسمشر د استیضاح پر موضوع رایه اچونه وشي، او ښایي د راتلونکي ۲۰۲۰ کال په پیل کې یې رسماً محاکمه هم پیل شي.
خو د سپینې ماڼۍ ویاندې سټیفني ګریشم ویلي، دیموکراتان باید پر خپلو کړنو شرم وکړي. نوموړې هیله وښوده چې په سنا کې به له ولسمشر ټرمپ سره عادلانه چلن وشي.
د ولسمشر ټرمپ یو ستر سلاکار هم ویلي دي چې دوی هر ډول محاکمې ته چمتو دي.








