امریکایي کانګرس ولسمشر ټرمپ پوښتنو ته ور غوښتی

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا کانګرس ددې هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ وربللی چې را روانه اونۍ د هغه د استیضاح اړوندو استماعیه غونډو په یوه ناسته کې ګډون وکړي.
دوی ولسمشر ټرمپ دعوت کړی چې د ډسمبر پر څلورمه نېټه ددوی غونډې ته ورشي.
د امریکا د ولسي جرګې د قضائیه کمېټې مشر جېروډ نډلر ویلي، ټرمپ کوای شي چې د دوی په غونډه کې ګډون وکړي یا دې د ده په اړه د څېړنو پر بهیر نیوکې ودروي.
په دغو غونډو کې به له ولسمشرۍ د ښاغلي ټرمپ د لیرې کولو لپاره په قانوني دلايلو بحث وشي.
ښاغلي ټرمپ سرټکولی چې تېره اونۍ د ولسي جرګې د استخباراتو د کمېټې په غونډه کې يې حقوقي ډلې ته د ګډون فرصت نه و ورکړل شوی.
که ښاغلی ټرمپ په دغه غونډه کې ګډون وکړي، کوای شي د نوموړي د استیضاح پلټنو کې له شاهدانو پوښتنې وکړي.
ښاغلی ټرمپ تورن دی چې د جو بایډن او د هغه د زوی په هکله د پلټنو لپاره یې پر اوکرایین د فشار اچولو لپاره دغه هېواد ته امنیتي مرستې وځنډولې.
وړاندې د امریکا د ولسي جرګې مشرې نانسي پیلوسي ویلي، د ولسمشر ټرمپ پرضد د علني اورېدلو ناستې په تړاو داسې ثبوتونه شته چې ټرمپ له اوکرایین سره د معاملې د بډو په جرم کې ښکېل دی.
پیلوسي ټرمپ په یوه داسې سرغړونه تورن کړ چې په وینا یې له دندې پرې ګوښه کېدای شي.

د عکس سرچینه، REUTERS
دې خبریالانو ته وویل: "بډې دا دي چې د یوه جعلي تحقیق او اجازې پروړاندې پوځي مرستې ودروې او یا اجازه ورکړې. ولسمشر چې څه منلي او وايي په دې کې کومه خبره نه شته، دا په اصل کې یوه تېروتنه او بډې دي."
د پټو دروازو ترشا د ولسمشر ټرمپ د ټلیفوني خبرو په اړه څو اونۍ له شاهدانو سره مرکې شوې او له هغې وروسته تېره اونۍ د جرګې د استخباراتو کمیټې د دوه اوونیو لپاره د ټرمپ د قضیې په اړه د عامو خلکو د نظر اورېدو بهیر پیل کړ.
ولسمشر ټرمپ د سپینې ماڼۍ رسمي ټوېتر کې د ویډیو خپرولو سره د استیضاح پلټنې "د امریکا سیاسي تاریخ کې تر ټولو لویه ټګي برګي" بللې وه.
د استخباراتو د کمېټې ډیموکرات رییس ادم شیف ویلي، کمېټه د استخباراتو او بهرنیو چارو په برخه کې د څېړنو مشري کوي. دوی اوس په خپل رپوټ کار کوي او تمه ده چې د ډسمبر پر درېمه نېټه خپور شي.








