ټرمپ: سفیرې مې پر دېوال انځور نه لګاوه، ځکه مې ګوښه کړه

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټرمپ له دې مخکې هم پخوانۍ سفیره ګواښلې وه.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوموړي د استیضاح پلټنو د دوو اونیو د ښکاره غونډو پای کې له 'فاکس نیوز' سره مرکه کې د خپلو چارو دفاع کړې.

هغه دې غونډو کې پر شاهدانو برید کړی او بې باوره یې بللي دي.

ښاغلي ټرمپ اوکرایین کې د امریکا پخوانۍ سفیرې ماریا یوانوویچ په هکله- چې د نوموړي د استیضاح پلټنو اصلي شاهده ده- وویل، سفارت کې یې د ده انځور نه ځړاوه.

خو په دې هکله یې نور څه ونه ویل.

مېرمن یوانوویچ تېره اونۍ د امریکا کانګرېس کې وویل، له دندې د لرې کېدو لامل یې د هغو کسانو درواغجن تورونه دي چې پوښتنه ولاړوونکې انګېزې یې درلودې.

تېرو دوو اونیو کې د امریکا ولسي جرګه د سپینې ماڼۍ او بهرنیو چارو وزارت د ۱۲ شاهدرانو کوربنه وه، چې د دې جرګې په رسمي غوښته بلل شوي و ډیموکراټو او جمهوریپالو استازو سره د استیضاح پلټنو کې مرسته او وضاحت وکړي.

د استیضاح پلټنې د ښاغلي ټرمپ د فساد او د واک ناوړ کارولو د تور په هکله د شواهدو موندو لپاره دي.

دا پلټنې له هغه وروسته پیل شوې چې یوه خبرلوڅ (افشاګر) کانګرېس ته وویل، ښاغلي ټرمپ له اوکراییني سیال سره ټلیفوني خبرو کې له هغه غوښتي و چې د جو بایډن د زوی هانټر بایډن په هکله پلټنې وکړي.

جو بایډن چې د بارک اوباما واکمنۍ کې مرستیال ولسمشر و، د راتلونکي کال ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډیموکراټانو مخکښ نوماند دی.

په دې دلیل ډیموکراټان وايي، ښاغلي ټرمپ د ولسمشرۍ واک ناوړه کارولو سره هڅه کوله چې د اوکرایین حکومت د بایډن پرضد تاواني مالومات ټول کړي او په دې برخه کې یې اوکرایین ته هغه ۴۰۰ میلیون ډالري پوځي مرسته هم ځنډولې وه چې کانګرېس تصویب کړې وه.

ټرمپ څه وویل؟

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خبریالان له شهادت پیلېدو مخکې انځور اخیستلی شي.

ډونلډ ټرمپ له 'فاکس نیوز' سره خبرو کې د سفیرې ماري یووانویچ د لرې کولو په هکله دفاع وکړه.

نوموړي دې رسنۍ ته- چې اصلي ملاتړې یې بلل کېږي- وویل: "دې سفیرې چې ټول یې ستايي زما انځور یې سفارت کې نه ځړاوه."

"ماپسې یې بدې خبرې کړې وې، حاضره نه وه زما دفاع وکړي، بل دا زما حق دی چې سفیر بدل کړم."

د نوموړي په خبره، دا اصول دي چې د امریکا د ولسمشر انځور باید سفارت کې وي... "وینئ دا ښځه پرښته نه وه."

له دې مخکې هم ټرمپ یوه ټوېټ کې پر مېرمن یووانویچ برید کړی و او تېر جولای یې د اوکرایین له ولسمشر سره ټلیفوني خبرو کې ویلي و هغه باید یو څه ته منتظره شي.