طالبانو د سولې د ولسي کاروان څلور غړي خبرو لپاره بیولي دي

د سولې کاروان

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، په کاروان کې سپین ږيري او ځوانان روان دي.

د سولې د ولسي کاروان د فرهنګي چارو مسول عبدالمالک همدرد بي بي سي ته وویل چې "تېره ورځ د ماښام د روژه ماتي پر مهال طالبان راغلل د نو زاد رود په سیمه کې له دوی سره کېناستل له خبرو وروسته یې د دوی څلور تنه ملګري په ډېره خوشحاله فضا کې د خبرو لپاره له ځان سره بوتلل او لا هم له هغوی سره دي.

د ښاغلي همدرد په خبره د سولې د ولسي حرکت لسګونه غړي لا هم د طالبانو تر واک لاندې سېمه کې دي او په دغه سیمه کې ټلیفونونه کار نه کوي.

هغه وايي دې د حرکت د غړو لپاره د ځینو اړینو توکو د را نیولو لپاره د هلمند کرشک ولسوالۍ ته راغلی او ژر ده چې بېرته به له خپلو ملګرو سره یو ځای شي.

د همدرد په خبره په دغه سفر کې له دوي سره د شاوخوا اتو کلونو ماشوم حکمت الله هم دی چې پلی مز کوي او اوس د حرکت نورو غړو سره د طالبانو تر واک لاندې سېمه کې دی.

ماشوم حکمت الله چې په اصل کې د لوګر ولایت اوسېدونکي دی او اوس په غزني ولایت کې اوسې هغه په کابل کې د امریکا سفارت مخکې د سولې د ولسي حرکت له غړو سره یو ځای شو.

همدر وايي د حکمت الله مور په لوګر ولایت کې هغه مهال ووژل شوه چې په کور یې د هوان مرمې ولګېده او دې یې د مور له مینې بې برخې کړ.

د سولې کاروان

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، پر خواله رسنۍ عکسونو کې موسا کلا ته د روان کاروان سر کې دا ماشوم تر سترګو کېږي.

د حکمت الله پلار ادم خان هم د دغه حرکت غړی دی او دې له حکمت نه وړاندې په غزني کې د سولې له ولسي حرکت سره یو ځای شوی و.

دې وايي په دغه سفر کې هغه سپې چې تېر کال کله دوي له کابل نه د مزار شریف پر لور روان و د کابل سید نور محمد شاه مېنې یا (خیرخانې) له سېمې له دوی سره یو ځای شوی و او بیا د شمال ولایتونو له سفر وروسته دوی سره هلمند ته لاړ اوس هم دغه سپې په دغه سفر کې شته او د حرکت له غړو سره پلې مزل کوي.

په افغانستان کې د سولې ولسي حرکت لسګونه غړي، چې درې ورځې وړاندې د هلمند ولایت له مرکز لښکرګاه څخه د طالبانو تر ولکې لاندې ولسوالۍ موسا کلا ته روان شوي ول تر ۶۰ کیلومتره پلي مزل وروسته، نن د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې ته ورننوتل.

د دغه خوځښت د غړو په خبره غواړي دغه ۱۳۰ کیلومتره پلی مزل ووهي او د طالبانو تر واک لاندې سیمو له خلکو وغواړي چې د سولې لپاره غږ پورته کړي.

په اوسني خوځېدلي کاروان کې نژدې ۳۰ کسان دي چې د سولې له شعارونو سره یوځای پلي روان دي او تراوسه کومې پېښې سره نه دي مخامخ شوي.

د سولې د ولسي حرکت یوه غړي باچاخان مولاداد بي بي سي ته وویل، هغو جګړه ځپلو سیمو ته چې دوی ورځي د نښتو او ستونزو نښې آن د باغونو او کروندو په وچو څانګو کې هم ښکاري.

ښاغلی مولاداد وايي، تر اوسه چې د حکومت او طالبانو له سیمو تېر شوي نه ورته ښه راغلاست ویل شوی او نه هم ګواښل شوي. دی وایي د جګړې پر لومړۍ کرښه له پرتو خلکو سره یې چې خبرې کړي، وايي فقط غواړي د دوی په سیمه کې جګړې ودرېږي.

ښاغلی مولاداد هیله لري چې طالبان له دوی سره وویني.

د خوځښت غړي وایي د روژې میاشت ده او له بلې خوا ګرمي ده نو ډېر مزل د شپې له خوا کوي.

دوی تېر کال هم غوښتل چې د طالبانو ترولکې لاندې سیمو ته ولاړ شي خو طالبانو وویل چې د دوی امنیت نه شي ساتلی.

د سولې کاروان

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، د دغه خوځښت د غړو په خبره غواړي دغه ۱۳۰ کیلومتره پلی مزل ووهي.

د سولې ولسي حرکت بیا کابل ته مخه کړه او نژدې ۶۰۰ کیلومتره لار یې ووهله چې یو شمېر غړیو یې په لوڅو پښو د سولې پیغام شمالي ولایتونو ته هم ورساوه.

د سولې ولسي حرکت چې د هلمند د سولې کاروان په نوم هم پېژندل شوی ۱۵ میاشتې وړاندې په مرکز لښکرګاه کې تر یوه خونړي برید وروسته د سولې او اوربند د غوښتلو په موخه جوړ شو.