د سولې ولسې کاروان غړي : وسله والو طالبانو د اوربند غوښتنه نه ده منلې

د ویډیو تشریح، د سولې ولسې کاروان غړي : وسله والو طالبانو د اوربند غوښتنه نه ده منلې

د هلمند د سولې ولسې کاروان غړي وايې، وسله والو طالبانو د دوی د اوربند غوښتنه نه ده منلې. وروسته له هغه چې و لسمشر غني دې سوله پال غورځنګ ته د یوه کال اوربند ژمنه ورکړه، دوی له طالبانو هم د اوربند غوښتنه کړې وه. اوس د کاروان غړو پرېکړه کړې چې سر له سبا به په کابل کې د بهرنیو هیوادونو سفارتونو مخته د پرلت کېږدۍ ودروي او له هغوی به وغواړي چې په افغانستان کې د سولې له بهیر سره مرسته وکړي. عصمت بهیر نور حال راکوي.