د هلمند سولې کاروان له مشر سره خبرې

د ویډیو تشریح، د هلمند سولې کاروان له مشر سره خبرې

کابل ته د هلمند سولې رسېدلي کاروان مشر وايي، وروسته له هغه چې له ولسمشر يې د یو میاشتيني اوربند ژمنه اخیستې، طالبانو ته يې درې ورځې وخت ورکړی چې په دې اړه خپل دريځ روښانه کړي. اقبال خیبر بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، ولسمشر غني ځان سوله غوښتونکی ورته ثابت کړ او اوس له وسله والو طالبانو هم ورته تمه لري. نورګل شفق د سولې کاروان مشر اقبال خېبر سره خبرې کړې دي.