د افغانستان وتلي سندرغاړي او د ملګرو ملتونو د سولې استازي فرهاد دریا په سوېلي ولایت هلمند کې سندريز کنسرټ جوړ کړی و.
دغه کنسرټ ته د مېرمنو په ګډون زرګونه کسان ورغلي ول.
تر دې وړاندې ښاغلي دریا په هرات ولایت کې د "کلېکاږل ژوند ښکلی دی" په نامه کنسرټ جوړ کړی و، چې د چاودنې له امله ګډوډ شو.
نوموړي د هلمند دغه کنسرټ ته د "د سولې کاروان" نوم ورکړی و.
نوموړې مخکې ویلي وو چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې به د سولې پر لوري د خلکو د راماتولو لپاره دا ډول کنسرټونه کوي.
د تېرې جمعې پر ماښام ښاغلي دریا د هلمند په لښکرګاه ښار کې د زرګونه کسانو لپاره سندریز جشن جوړ کړی و، چې شاوخوا سل ښځې هم ورغلې وې.























