''ژوند ښکلی دی'' افغان ځوانانو ته د فرهاد دریا پروګرام

- Author, عبدالله ستانکزی
- دنده, له کابله
په افغانستان کې دمګړۍ د سولې د ټېنګښت په اړه بېلابېلې هڅې روانې دي.
افغان سندرغاړي فرهاد دريا له څه مودې راهيسې ''ژوند ښکلی دی''په نامه پروګرام پېل کړی او په همدې موخه د افغانستان ولايتونو ته سفرونه کوي.
فرهاد دریا په دغه سندره کې خپلو هېوادوالو ته نوی پېغام لري.
دا له جګړې او نفرت نه د اوښتو او په مينه کې د ژوند تېرولو پېغام دی.
(ژوند ښکلی دی) دا د همدې پېغام هنري نوم دی چې فرهاد دريا په هېواد کې د سولې او ټيکاو د هڅو د پياوړي کېدو په موخه جوړ کړی.
دی وايي موخه يې په ځوانانو کې د راتلونکې په اړه د هيلو غوړول دي نه هغوی ته څه ورکول:
'' زه د (ژوند ښکلی دی) په سفر کې دغو ځوانانو ته د ډوډۍ ژمنه نه ورکوم ، د کار او پېسو ژمنه هم نه ورکوم . اصلآ هېچاته د هېڅ شي وعده نه ورکوم ، بلکې زه هڅه کوم پخپله د ځوانانو په مرسته د دوی د غمجنو سينو په مېنځ کې د هېلو او ښې سبا ډېوه روښانه کړم.''
ښاغلی دريا وايي درې لسيزو جګړو افغان ځوانان د راتلونکې په اړه نهيلي کړي او اميد يې له لاسه ورکړي.
د هغه په وينا په هېواد کې د دوی لپاره ژوند تريخ او پيکه دی ، خو اوس يې وخت را رسېدلی چې په ژوند کې بدلونونه راشي:
'' احساس کوم بلاخره نن هغه ورځ را رسېدلې چې بايد ژبې بدلې کړو ، غږونه بدل کړو ، ارزښتونه بدل کړو ، فکرونه بدل کړو او بلاخره ژوند او افغانستان بدل کړو.''
د افغانستان د نفوسو لويه برخه ځوانان دي او د ټولنې لوی ځواک دی چې تر اوسه کم پام ورته شوی.
فرهاد دريا غواړي بېلا بېلو ولايتونو ته له ځوانانو سره د ليدنو پر مهال د هغوی پرغوښتنو او اندېښنو وپوهېږي او د دوی او حکومت تر منځ د رابطې پل شي.
''زه غواړم چې د ځوانانو د دردونو ، د دوی د غوښتنو او د هغو چې د افغانستان د نن او سبا په اړه تصميم نيسي د رابطې پل شم او د ځوانانو غږ واورېدل شي.''
افغان ځوانان له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دي .
د راتلونکې په اړه نا امېدي د ځوانانو په مېنځ کې يوه تر ټولو لويه ستونزه ده .
خو فرهاد دريا غواړي د خپل نوي پروګرام ''ژوند ښکلی دی'' پر مټ په ځوانانو کې د راتلونکې په اړه د هېلو نوې غوټۍ وغوړوي.
دغه افغان سندر غاړی له تېرو څو کلونو راهېسې په هېواد کې د سولې د ټېنګښت په موخه منډې ترړي وهي، خو ښايي په هېواد کې د سولې پلي کېدل کلونه ونيسي.








