فرهاد دریا له 'ژوند ښکلی دی' سره په هرات کې

اختیار الدین کلا- هرات
د عکس تشریح، فرهاد دریا د هرات په اختیار الدین کلا کې خبري ناستې ته وویل د ځوانانو غږ به افغان حکومت، د حکومت مخالفینو او نړیوالو ځواکونو ته ورسوي.
    • Author, محمد قاضي زاده
    • دنده, له هراته

افغان سندرغاړی فرهاد دريا هرات تللی چې د ژوند ښکلی دی پروګرام په ترسره کولو سره د افغان ځوانانو غږ نورو ته واوروي.

'ژوند ښکلی دی' دا سفر د افغان سندرغاړي فرهاد دريا په وينا په داسې حال کې پيل شوی چې په هېواد کي خلک او په ځانګړې توګه ځوانان د خپل هېواد او راتلونکي په اړه اندېښمن دي.

ښاغلي دريا هرات په خپل لومړي سفر او د اختيارالدين په کلا کې خبريالانو ته وويل د ژوند ښکلی دی پروګرام نه چا ته ډوډۍ ورکوي او نه هم د ډوډۍ ژمنه، بلکې په وينا يې غواړي چې د ځوانانو غږ واورېدل شي:

''موږ غواړو يا د ژوند ښکلی دی سفر غواړي چې د ځوان غږ وګرځي د ځوان غږ واورېدل شي دا د يوه اکثريت غږ دی او بايد جدي پاملرنه ورته وشي.''

دريا وايي د ده سفر د کنسرت په ترسره کولو پورې نه محدوديږي، بلکې په وينا يې دی غواړي چې له ځوانانو سره خبري وکړي د دوی نه واوري او د دوی غوښتنې او اندېښنې افغان ولسمشر، د دولت او حکومت مخالفينو او نړيوالو ځواکونو ته ورسوي:

فرهاد دریا
د عکس تشریح، فرهاد دریا وايي هر پيغام چي په اخلاص ولېږلی شي هرومرو به يي ځواب هم ترلاسه شي.

''له ځوانانو سره د نژدې نه مفصلې خبرې کوو د دوی غوښتنې اورو اندېښنې يې اورو هغه ليکو د ځوانانو پيغامونو افغان ولسمشر د دولت او حکومت مخالفينو او نړيوالو ځواکونو ته رسوو او بېرته له دوی نه ځواب غواړو.''

د دريا د غږ څپي پر يوه ولايت پورې نه محدودېږي، بلکې په وينا يې دی غواړي د افغانستان بېلابېلو ولايتونو ته سفر وکړي او ورته پروګرامونه ترسره کړي.

نوموړي وايي هر پيغام چي په اخلاص ولېږلی شي هرومرو به يي ځواب هم ترلاسه شي.

خو دا لا مالومه نه ده هغه تمه چې ښاغلی دريا يې وررسېدو ته هڅي پيل کړې، څه وخت به عملي شي.