د افغانستان پاسپورټ غوښتنلیک انټرنټي شو

د عکس سرچینه، MITC
د افغان پاسپورټ لپاره غوښتنلیک چې له دې مخکې لاس په لاس سپارل کېده، تر نن ( د کب ۲۰) وروسته د انلاین له لارې استول کېدی شي.
د افغانستان پاسپورټ ریاست ادارې مشر سید عمر صبوري وايي د غوښتنلیک له انلاین کېدو وروسته دوی کولی شي هره ورځ تر ۱۰ زره ټوکه پورې پاسپورټونه غوښتونکو ته ورکړي.
نوموړی وايي، اوس دوی له ۲۰۰۰ تر ۲۵۰۰ پورې پاسپورټونه ورکولی شي.
د پاسپورټ غوښتنلیک انلاین کېدو چارې له پلازمېنې کابله پیل شوې او چارواکي وايي، راتلونکو دریو میاشتو پورې به د هېواد ټولو ولایتونو کې فعالیت کوي.
د ښاغلي صبوري په خبره د دوی د معلوماتو نوې زېرمه یا ډېټا بېس به د ۱۵۰ میلیونو کسانو د معلوماتو زېرمه کولو وړتیا لري او له ټول افغانستانه به ۶۰۰۰ کارکوونکي کولای شي له دې زېرمې معلومات تر لاسه کړي.
د نوموړي په وینا دې سره به د افغانستان پولو اوږدو کې د تګ راتګ کنټرول چارواکي او دغه راز د هوايي ډګرونو مسوول کارکونکي له انلاین لارې د معلوماتو له مرکزي زېرمې سره وصل وي او د مساپرو پاسپورټونو مشخصات به معلومولی شي.

د عکس سرچینه، MICT
کابل کې اوس مهال د پاسپورټ تر لاسه کول نژدې یوه اوونۍ وخت اخلي او په ولایتونو کې بیا دا موده تر یوې میاشتې پورې هم غځېږي.
د ښاغلي صبوري په وینا د غوښتنلیکونو انلاین کېدو سره به د پاسپورټ غوښتونکي په یوه یا دوو ورځو کې خپل پاسپورټ تر لاسه کوي او ولایتونو کې به هم د انتظار موده نیمايي کمه شي.
ښاغلی صبوري زیاتوي له ۱۳۹۱ کال راهیسې تر اوسه پورې افغانانو ته نژدې درې میلیونه پاسپورټونه ورکړل شوي دي، چې حکومت له دې لارې نژدې ۲۳ میلیارده افغانۍ ( نژدې ۳۰۷ میلیونه ډالر) تر لاسه کړې دي.
نوموړی وايي اوسنی افغان پاسپورټ مشین ریډیبل دی ( ماشین یې لوستلی شي) او په خبره یې پاسپورټ ریاست پلان لري چې نژدې راتلونکي کې پاسپورټونه انلایني او چیپ لرونکي کړي.
ښاغلی صبوري وايي له دې وروسته به د پاسپورټ ریاست د افغانستان له ثبت احوال ادارې سره وصل شي چې د تذکرو یا پېژندپاڼو مسوولیت لري او دغه راز به د پاسپورټ ادارې او افغانستان بانک تر منځ هم تړاو رامنځته شي.

د عکس سرچینه، ECONSULATE.GOV.AF
د افغانستان مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیر شهزاد اریوبي مراسمو ته وینا کې وویل، وزارت یې هڅه کوي، د افغانستان پاسپورټ ریاست لپاره یو مرکزي سیسټم رامنځته کړي چې د افغان دولتي ادارو تر څنګ په بهر کې د افغانستان استازولۍ هم ورسره وصل وي.
د نوموړي په وینا نژدې راتلونکي کې به د موټرو اسنادو په ګډون د ټولو سندونو الیکترونیکي کولو لپاره اقدام وشي او هر افغان ته به یوه ملي شمېره ورکړل شي، چې له مخې به یې ټول معلومات تر لاسه کېدای شي.
د نوموړي په خبره د دغو معلوماتو خوندي ساتلو لپاره به لازم اقدامات کېږي او له انټرنیټې بریدونو د دغو معلوماتو خوندي ساتلو ته هم پام کېږي.








