افغانستان د نړۍ تر ټولو "کم باوره" پاسپورټ لري

د عکس سرچینه، econsulate.gov.af
د پاسپورټ نړیوالې موسسې او څو وېبپاڼو وروستۍ ارزونه وايي، د اعتبار له مخې افغان پاسپورټ نړۍ کې تر ټولو ټیټه درجه ګټلې ده.
دا وېبپاڼې هر کال د نړۍ د معتبرو پاسپورټونو نوملړ خپروي.
پاسپورټ اینډېکس وېبپاڼه نوي جاج یا ارزونه کې وايي، د نړۍ تر ټولو ځواکمن یا باوري پاسپورټ په توګه د متحده عربي امارات پاسپورټ خبر جوړوونکی او د نړۍ پام یې خپل کړی دی.
خو وېبپاڼه زیاتوي چې د افغانستان پاسپورټ د دې جدول وروستۍ درجه خپله کړې ده.
دا لومړی ځل دی چې د یوه عربي او اسلامي او د منځني ختیځ د یوه هېواد پاسپورټ د نړۍ خورا باوري پاسپورټ نوم خپلوي.
د ارتون کېپیټل سلاکارۍ شرکت د تېر کال ارزونې له مخې د سینګاپور پاسپورټ په نړۍ کې اوله درجه ګټلې وه.
۲۹ هېوادونو ته له ویزې پرته تلل

د عکس سرچینه، BBC Sport
په اوسنۍ اروزنه کې د پاسپورټونو نړیوال اعتبار له ویزې پرته د سفر له مخې درجه بندي شوی او افغانان یوازې ۲۹ هېوادونو ته له ویزې پرته تللی شي، خو د متحده عربي اماراتو وګړي له ویزې پرته ۱۶۷ هېوادونو ته سفر کولی شي.
د دې ارزونې له مخې افغانان د بنګله دېش، کامبوج، کېپ ورډ، کوموروس، مکاو، مدغاسکر، مالدیپ، موریتانیا، موزمبیک، پالو، قطر، روانډا، ساموا، سیشل، سومالیا، تیمور، توګو، تووالو او اوګانډا ته په ننوتلو سره ویزه ترلاسوي.
افغانان ډومینیکن، هایټي، میکرونیزیا او سنټ وینسنټ او ګرناډین ټاپوګانو ته هم له ویزې پرته تللی شي.
افغانان نورو ۱۶۹ هېوادونو ته د تللو لپاره باید ویزه واخلي.
د افغان پاسپورټ ځانګړنې

د عکس سرچینه، .
د افغانستان اساسي قانون له مخې دغه هېواد څلور ډوله- سیاسی، ځانګړی، د خدمت او عادي- پاسپورټ لري.
د دې قانون له مخې عادي پاسپورټ د افغان پېژندپاڼې یا تذکرې له مخې خلکو ته ور کول کېږي چې له پنځو تر لسو کلونو یې د افغانستان کورنیو چارو وزارت یا په نړۍ کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت استازۍ ور کوي.
سیاسي، ځانګړي او د خدمت پاسپورټونه هم لوړپوړو چارواکو، کارمنانو، د ولسي او مشرانو جرګې غړو او بهر کې افغان استازو ته ور کول کېږي.
افغانستان پر ۱۳۹۰ کال د سیاسي او خدمت او پر ۱۳۹۱ یې عادي پاسپورټ په کمپوټر سره صادر کړ.
له هغه مخکې افغان پاسپورټونه په لاس سره لیکل کېدل.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تېر کال وویل، چې لاس لیکلي پاسپورټونه د ۲۰۱۸ کال له لومړیو باور نه لري.
پاکستان او ایران

د عکس سرچینه، Tasnim
په نوې ارزونه کې د افغانستان دوه ګاونډي هېوادونه- ایران او پاکستان- هم په ترتیب سره جدول کې له لاندې خوا اتم او دریم ځای لري.
ایراني وګړي هم ۱۲ هېوادونو ته د تللو لپاره ویزې ته اړتیا نه لري، خو ۳۰ هېوادونو ته ننوتلو سره باید ویزه اخلي او ۱۵۶ هېوادونو ته له تللو مخکې باید ویزه واخلي.
پاکستاني وګړي اتو هېوادونو ته له ویزې پرته تللی شي، ۲۷ هېوادونو ته ننوتلو سره باید ویزه واخلي او ۱۶۳ هېوادونو ته باید له تګ مخکې ویزه ترلاسه کړي.








