د شمالي کوریا مشر پر جعلي برازیلي پاسپورټ څه کول؟

د عکس سرچینه، Reuters
تېره اونۍ داسې مدرکونه او سندونه ترلاسه شول چې ښيي د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون او د هغه پلار کیم جونګ ایل په ۱۹۹۰ کلونو کې جعلي برازیلي پارسپورټونه جوړ کړي وو.
رویټرز خبري اژانس د داسې سندونو کاپي ترلاسه کړې چې په هغه کې کیم جونګ اون د جوزف پواګ( د ریکاردو او مارچلا زوی) او پلار یې د لیونګ توچوي په نوم پېژندل شوي دي.
د برازیل یوه څارګره یا استخباراتي سرچینه وايي، دا سندونه اصلي دي او د چک پلازمېنه پراګ کې له برازیل سفارت صادر شوي دي.
بلې څارګرې سرچینې هم ویلي چې دا مدرکونه د لوېدیزو هېوادونو د ویزې د غوښتنلیک لپاره کارېدلي.
که څه هم منلې یې نه ده چې اړوند ویزې ور کړل شوې دي، که نه او یا که ور کړل شوې دي، نو کارول شوې دي که یه.
خو د شمالي کوریا د مشر کورنۍ پر دغو پاسپورټونو څه کول او بیا هم د برازیل پاسپورټونه؟
پېښه څه ډول ده؟

د عکس سرچینه، AFP/KCNA
ښايي دا سندونه بشپړ او پرېکند شواهد په لاس ور نه کړي، خو دا لومړی ځل نه دی چې د برازیلي پاسپورټونو او کېم کورنۍ ترمنځ اړیکه موندل کېږي.
پر ۲۰۱۱ کال هم د جاپان رسنیو د ځینې چارواکو له خولې وویل چې کیم جونګ اون او ورور یې جونګ چول پر ۱۹۹۱ کال په برازیلي پارسپورټونو سره توکیو ته تللي و، چې د دغه ښار ډیزني لېنډ( هغه سیمه چې یو ډول فېلمونه پکې جوړېږي) وویني.
ویل کېږي د جونګ اون میرني ورور جونګ نام پر ۲۰۰۱ کال غوښتل په دومینیکن پاسپورټ جاپان ته لاړ شي او ډیزني لېنډ وویني، خو رسوا شو.
خو دې جعلي پاسپورټونو جوړولو د کیم کورنۍ ته سرخوږی نه دی جوړ کړی.
دا پاسپورټونه یې څه کول؟

د عکس سرچینه، Reuters
په ۱۹۹۰ کلونو کې شمالي کوریا سړه جګړه کې ښکېله وه. هغو کلونو کې یې ملاتړی او اصلي ملګری( شوروي اتحاد) نور د تاریخ برخه شوی و.
شمالي کوریا له لوږې او بې وزلۍ سره لاس ګرېوان وه او له بلې خوا نړیواله ټولنه کې ګوښه شوې وه، له نورو هېوادونو په میلیونونو ډالر پوروړې وه.
له سړې جګړې وروسته ډيپلوماسۍ له امله د شمالي کوریا ملګري او ملاتړي کمېدل او په دې ډول یې پاسپورت هم پرلپسې بې ارزښه کېده.
په دې دلیل د شمالي کوریا د مشر کورنۍ هم ښايي غوره بلله چې د چا ور پام نه شي.
په چټم هاوس څېړنیز مرکز کې د شمالي کوریا کارپوه ډاکټر جان نېلسن وايي، هغو کلونو کې کیم جونګ اېل دوه کاله مشري کړې وه او غوښتل یې په جعلي پاسپورټ سره بهر ته لاړ شي:
"ولې کیم جونګ ایل دا کار کاوه، هغه د ډار بچی نه بلل کېد. څو ځلې مسکو او بېجینګ ته هم تللی و، خو دغو سفرونو کې یې پاسپورت ته اړتیا نه وه، مګر ویلی شو چې د ځان او زوی لپاره یې د شونې تېښتې پر مهال لومړنی تیاری نیولی و، خو دا عجیبه خبره ده".
د هغه په خبره، دا سندونه ښيي چې شمالي کوریا له هغه ډېره ناامنه او څپڅپانده وه، چې موږ یې فکر کاوه.
ولې برازیلي پاسپورټونه؟

د عکس سرچینه، Reuters
پر ۲۰۱۱ کال یوه برازیلي چارواکي الجزیره ته ویلي و، د برازیل د وګړو د رنګارنګۍ په دلیل نږدې هر څوک برازیلی کېدلی شي او په دې دلیل دا پاسپورټونه ډېر مینوال لري.
د دې ادعا د سموالي لپاره ډېر استخبارات او شمېرې نشته، خو کومې شمېرې چې پر ۲۰۱۵ کال خپرې شوي برازیلي پاسپورټونه یې د داسې جعلي پاسپورتونو برخه بللي، چې ډېر مینوال لري.
له بلې خوا د کیم کورنۍ په اسانۍ ځانونه برازیلي ښودلی شول، چې توکم یې ختیزې اسیا ته رسېږي او برازیل کې یې وګړي هم ډېر دي.
دا هم جالبه ده چې دا پاسپورټونه په چک کې د برازیل سفارت کې صادر شوي دي.
له کورېا جګړې( له ۱۹۵۰ تر ۱۹۵۳) وروسته تر څو کلونو پورې د شمالي کوریا اقتصاد عجیبه وده وکړه.
په دې کلونو کې دغه هېواد له شمالي کوریا سره اړیکي زیات کړل.








