د شمالي کوریا نوی توغندی د جاپان پر خاوره تېر شو

د عکس سرچینه، Getty Images
په جاپان کې خبري سرچینې د شمالي کوریا د نوي توغندي د ازمویلو خبره کوي.
د رپوټونو له مخې، دا توغندی د سې شنبې په سهار ځايي وخت له پیونګ یانک سره نږدې توغول شوی او د سهار شپږ بجې د جاپان په شمال کې د دغه هېواد له خاورې تېر شوی دی.
سوېلي کوریا هم د شمالي کوریا د نوي توغندي د ازمویلو خبره کوي او وايي چې د اتوغندی په سمندرګي کې غورځېدلی دی.
د سوېلي کوریا پوځ وايي، دغه توغندی ۲۷۰۰ کیلومتره تللی دی او لوړوالی یې۵۵۰ کیلومترو ته رسېدلی دی.
د جاپان له خاورې د توغندي تېرېدلو پر مهال خلکو ته خبرداری ور کړل شو، چې ځمکتل ته ننوځي.
د جاپان اېن اېچ کې خبري اژانس وايي، دا توغندی هوا کې پر دریو برخو بېل شو او وروسته د اریمو کنډو ختیځ ته په ۱۱۸۰ کیلومترۍ واټن سره په هوکادیو کې سمندرګي ته وغورځېد.
د امریکا دفاع وزارت پنټګان منلې چې شمالي کوریا نوی توغندی د جاپان پر خاوره تېر شوی دی.

د عکس سرچینه، Reuters
د دې خبر په اعلانېدلو پسې د جاپان لومړي وزیر شینزو ابې وویل، چې د خپلو وګړو د خوندیتوب لپاره ټول وس کاروي.
ښاغلي ابې دا نوې پېښه د جاپان لپاره بې ساری او سخت ګواښ وباله او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې د شمالي کوریا پر توغندیز پروګرام فشار ډېر کړي.
د شمالي کوریا توغندي له دې مخکې هم دوه ځلې د جاپان پر خاوره تېر شوي وو، خو پیونګ یانګ په دواړو پېښو کې ویلي چې دغه توغول شوي څیزونه سپوږمکۍ وړونکي توغندي وو.
د شمالي کوریا د وروستیو میاشتو توغندیزو ازموینو د پیونګ یانګ او واشنګټن ترمنځ ناندرۍ ډېرې کړې دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اګسټ پر پنځمه د یوه پرېکړه لیک په تصویبولو سره پر شمالي کوریا بندیزونه سخت کړل.
شمالي کوریا درې ورځې مخکې هم یو لنډ واټنه توغندی وازمویه.
تېره میاشت هم شمالي کوریا د لویو وچو ویشتونکي دوه توغندي وازمویل او له امریکا سره یې د ناندریو په زیاتېدلو پسې ګواښ وکړ چې د دغه هېواد په واک کې ګوام ټاپو شاوخوا اوبو ته به توغندی وتوغوي.








