"شمالي کوریا د ګوام لور ته د توغندي توغول ارزوي"
د شمالي کوریا پرضد د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ګواښ سره هممهال دغه هېواد ویلي چې د امریکا اړوند ګوام ته د توغندي توغول ارزوي.
د شمالي کوریا خبري اژانس وايي، ګوام ته د منځ واټنه توغندي پر توغولو غور کوي.
ګوام په ارام سمندرګي کې پرته سیمه ده چې د امریکايي پوځ د بم غورځوونکو یوه ستراتیژیکه اډه هم پکې ده.
د شمالي کوریا له دې هڅې مخکې د امریکا ولسمشر د سې شنبې په ورځ وویل، که پیونګ یانګ واشنګټن وګواښي، "له اور او غوسې سره به مخ شي".
د ډونلډ ټرمپ دې بیان د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی زیات کړ.
یو رپوټ وايي، د شمالي کوریا بیانیه د ډونلډ ټرمپ له څرګندونو مخکې صادره شوې وه، خو د دغه هېواد رسمي خبري اژانس یې خپرول ځنډولي وو.
ویل کېږي دا بیانیه ممکن په ګوام کې د پوځي تمرین په غبرګون کې وي.
د شمالي کوریا خبري اژانس وايي:
"د دغه هېواد پوځ د هواسونګ- ۱۲ منځ واټنه ستراتیژیک بالستیک توغندي سره د ګوام لور ته د اور رسولو لپاره عملیاتي پلان په ځير سره ارزوي".
د دې بیان له مخې دا پلان به له "بشپړې ارزونې" وروسته "لوی قومندان" ته وسپارل شي او د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون په حکم به تر سره شي.
د شمالي کوریا نوی اتومي سروکی

د عکس سرچینه، Reuters
واشنګټن پوسټ د سې شنبې په ورځ د امریکا د استخباراتي چارواکو له خوالې رپوټ کړه، پیونګ یانګ داسې کوچنی اتومي سروکی تولید کړی چې ان د لویې وچې ویشتونکو توغندیو کې نصبېږي.
دا په دې مانا ده چې شمالي کوریا له تمې لا ډېر په خورا چټکۍ تر امریکا د خپلو اټومي وسلو د رسولو پر وړتیا بوخته وه.
ملګرو ملتونو د شنبې په ورځ پر شمالي کوریا نوي بندیزونه ولګول.
دا بندیزونه د شمالي کوریا صادرات او پانګونه محدودي، ځکه یې پیونګ یانګ غوسه کړی دی.
دغه هېواد ویلي چې امریکا دې بندیزونو کې مهم رول درلود او له امله به یې "زر ځلې تاوان ور کړي".
شمالي کوریا دا هم وايي، چې د اټومي پروګرام پراخول به یې روان وي.
د دواړو ترمنځ ناندرۍ له هغه وروسته سختې شوې چې شمالي کوریا په جولای میاشت کې د لویو وچو ویشتونکی توغندی وازمویه او ویې ویل، چې دا توغندی امریکا ته رسېدلی شي.
ښاغلي ټرمپ د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "غوره ده شمالي کوریا امریکا ونه ګواښي، دا هېواد به له داسې اور او غوسې سره مخ شي چې نړۍ هیڅکله هم لیدلی نه دی".
د ټرمپ پر څرګندونو نیوکې

د عکس سرچینه، EPA
خو جمهوريپال سناتور جان مکېن په تونده ژبه د ډونلډ ټرمپ دې بیان ته غبرګون وښود.
هغه وویل، "لوی مشران چې ما لیدلي څوک نه ګواښي، مګر هغه وخت دا کار کوي چې عمل پرې کوي او زه باوري نه یم چې ډونلډ ټرمپ دې داسې کار ته تیار وي".
مخکښ ډیموکراټ سناتور ډایان فاینسایټن هم په یوه بیانیه کې لیکلي چې د ښاغلي ټرمپ دا ډول څرګندونې د ستونزې اوارولو سره مرسته نه کوي.
"د شمالي کوریا ګوښه کولو دغه هېواد له اټومي وسلو جوړولو ونه ګرځوله".
دغه سناتور د ډونلډ ټرمپ پر حکومت غږ وکړ چې په لوړه کچه له پیونګ یانګ سره بې شرطه خبرې پیل کړي.
د امریکا مشرانو جرګه کې د ډیموکراټو سناتوران مشر چاک شومر هم وویل:
"د شمالي کوریا په مقابل کې باید پیاوړي او نېغ و درېږو، خو بې ځایه شعارونه د امریکا د امنیت خوندي کولو لپاره ښه ستراتیژي نه ده".
خبرې چې غبرګون لري

د عکس سرچینه، Getty Images
انټوني زرکر- بي بي سي، واشنګټن
ډونلډ ټرمپ وویل، چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون "په ناعادي حالت کې ګواښونکی عمل کړی".
خو خپله یې هم په داسې ژبه غبرګون وښود چې د ولسمشرانو عادي بیان نه بلل کېږي.
ښايي ښاغلی ټرمپ په دې باور وي چې اغراق امېز ګواښ ته باید هماغه ډول ځواب و رکړل شي، یا هم ښايي دا وروستی ګواښ یواځې د شمالي کوریا مشر پر خراب وضعیت پوهول وي.
ښايي هغه غواړي د نېکسن "لېونی" بهرنی سیاست خپل کړي او په دې سره دوښمنان اړ کړي، د امریکا د وسلوالو ځواکونو د مشر له غوسه کولو ډډه وکړي، چې نااټکلېدونکی سړی بلل کېږي.
په هر حال د نړۍ د خورا ځواکمن هېواد- چې پر خپل دوښمن یې اټومبم غورځولی وي- د مشر "د اور او غوسې" خبره بې مخینې ده، خو پایله به ولري؟
ښاغلي ټرمپ په ټاکنیزو هڅو کې پر پخواني ولسمشر بارک اوباما له دې امله نیوکه کړې وه چې د سوریې د رژیم له خوا د اټومي وسلو د کارولو له امله یې خپله سره کرښه پلې نه کړه.
اوس ښاغلي ټرمپ د شمالي کوریا لپاره خپل رنګین خط رسم کړی دی او که دغه خط ته یې پام ونه شي ممکن امریکا خطرناک لور ته بوځي.










