د شمالي کوریا مشر ته له ایرانه ډالۍ!

د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس وايي، په ایران کې د 'حزب موتلفه اسلامي' په نوم ګوند د شمالي کوریا مشر ته د زوکړې په تړاو ډالۍ استولې ده.
شمالي کوریا دا مهال د دغه هېواد د د اوسني مشر د نیکه کیم او لومړني مشر ایل سونګ د زوکړې د یوسل او پنځمې کلیزې جشن لمانځلو په درشل ده.
ددغه اژانس د راپور پربنسټ، د شمالي کوریا مشر ته د 'حزب موتلفه اسلامي' ډالۍ پیونګ یانګ کې تېره ورځ ددغه ګوند د مرستیال عمومي منشي مهدي جولايي له خوا د شمالي کوریا د کارګر ګوند مرستیال مشر او د مرکزي کمېټې غړي ري سو یونګ ته وسپارل شوه.

د عکس سرچینه، European Photopress Agency
د شمالي کوریا دغې خبري رسنۍ د ډالۍ د نورو جزییاتو له خپرولو ډډه کړې ده.
ښاغلي جولايي د خپل ګوند په استازولۍ د تېرې جمعې په ورځ شمالي کوریا ته ولاړ.
په ورته وخت کې، د شمالي کوریا پلازمېنه کې نن (شنبه/ اپرېل ۱۵مه) د اوسني مشر کیم جونګ اون په حضور کې لویه پوځي ننداره وړاندې کېږي.
دا مراسم د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ د تاو ډېرېدا په درشل کې ترسره کېږي.
امریکا خپلې جنګۍ بېړۍ د کوریا نیمه ټاپوزمې ته استولې او شمالي کوریا اعلان کړی چې د امریکا اتومي برید ځواب ویلو ته چمتو ده.










