ټرمپ پر روسیې، ایران او شمالي کوریا نوي بندیزونه لاسلیکوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د دغه هېواد د کانګرس له خوا پر روسيې، ایران او شمالي کوریا نوي لګېدلي بندیزونه به لاسلیک کړي.
ښاغلي ټرمپ به د نویو بندیزونو په لاسلیک سره نه یوازې د مسکو له غبرګون سره مخامخ شي، بلکې د دغو بندیزونو د بیا لرې کولو واک به یې هم له لاسه ووځي.
تېره شپه د امريکايي رسنیو د خبرو توده موضوع له دندې د ښاغلي ټرمپ د دفتر د مشر (رینس پریبس) لرې کول و، چې له سپینې ماڼۍ خبر تر لاسه شو چې ښاغلی ټرمپ پر روسیه، ایران او شمالي کوریا د نویو بندیزونو له لاسلیک سره هوکړه کړې ده.
د ډونلډ ټرمپ له خوا پر ایران او شمالي کوریا له نویو بندیزونو سره د هوکړې وړاندوینه شوې وه، خو تر څو اونیو وړاندې پر ایران د بندیزونو په اړه سپینې ماڼې تېرې بېرې څرګندونې کولې.
ښاغلی ټرمپ پر تېر یوه کال کې تل د ده د نږدې کسانو او کرملین د اړیکو په تور تر فشارونو لاندې و. نوموړي په ځلونو ټینګار کړی چې د امریکا او روسیې اړیکې چې په وروستیو کلونو کې خرابې شوې، بیا سمېدای شي.
دونلډ ټرمپ د تېر کال د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین پر مهال وویل: " که د پوتین خوښېږم، دا زما لپاره یو امتیاز دی، نه نیوکه."
خو اوس پر روسیې د نویو بندیزونو د لاسلیک له هوکړې سره د امریکا او روسیې اړیکي لانجمن پړاو ته ننوځي. ځکه روسیه هیله منه وه چې د ډونلډ ټرمپ په دوره کې به د دواړو هېوادونو اړیکې ښې شي او د پخوانیو حکومتونو له خوا پرې لګېدلي بندیزونه به لرې شي.
پر روسیه د امریکا نوي لګېدلي بندیزونه د امریکا تېر کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د کرملین د مشکوکې لاسوهنې له امله دي. روسیې د امریکا په ټاکنو کې لاسوهنه رد کړې او ویلي دي، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د امریکا د کورنیو جنجالونو قرباني دي.








