ټرمپ: شمالي کوریا ته مو د صبر کاسه ډکه ده

د عکس سرچینه، ALEX WONG
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې د جمعې په ورځ یې په سپینه ماڼۍ کې د جنوبي کوریا ولسمشر مېلمه و، ویلي، د شمالي کوریا پر وړاندې نور زغم نه شي کولی، ښه به دا وي چې پیونګ یانګ ژر تر ژره خپله لار بدله کړي.
ښاغلي ټرمپ چې د جنوبي کوریا له ولسمشر (جایه این مون) سره تر لیدنې وروسته په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره خبرې کولې په زغرده وویل، شمالي کوریا دې د (سخت غبرګون) ته په تمه شي.
د جنوبي کوریا ولسمشر له امریکا سره د امنیتي او پوځي مرستو کولو پر ژمنه سربېره وویل، له شمالي کوریا سره دې د خبرو کولو بهیر بیا پیل شي.
ښاغلي مون همدارنګه د خپل هېواد د دفاعي وړتیا د لوړولو خبره هم وکړه.
نوموړي ویلي، له ډونلډ ټرمپ سره یې د خبرو د سرټکی د شمالي کوریا کړکېچ و.
ډونلډ ټرمپ پخپلو خبرو کې دې ته اشاره ونه کړه چې د ستراتيژیک صبر کاسې تر ډکېدو وروسته یې د شمالي کوریا پر وړاندې احتمالي کړنې څه دي، خو ټینګار یې وکړ چې په سیمه کې د شمالي کوریا له احتمالي خطرونو د خپلو ملګرو د خوندیتابه په پار له هغوی سره په امنيتي، اقتصادي او ډیپلوماټیکو برخو کې مرستې کوي.
دا څرګندونې ورځ وروسته له هغې دي چې د امریکا د ماليې وزارت شمالي کوریا ته د پېسو د لېږد او د سوداګریزې اسانتیا د رامنځته کولو په تور پر یوه چینايي بانک او څو سوداګرو بندیزونه ولګول.
د امریکا پر دغه چلند بیجینګ توند غبرګون ښودلی دي.

د عکس سرچینه، TWITTER/DONALD TRUMP
د چین د بهرنیو چارو وزارت یاد بندیزونه ناسمه پرېکړه ګڼلې او ویلي یې دي که ژر لیرې نه شي نو د چین او امریکا ترمنځ همکاریو به ته زیان ورسوي.
ښاغلي ټرمپ په جون میاشت کې پر ټويټر پاڼه لیکلي وو، د چین د ولسمشر او خلکو له هڅو مننه، خو بیجینګ د شمالي کوریا په مهارولو نه دی توانېدلی.











