"ټرمپ پر پاکستان کړۍ را تنګوي"

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
پاکستانۍ ورځپاڼه ډان په یوه مطلب کې چې سرلیک یې دی "ټرمپ پر پاکستان کړۍ را تنګوي " وايي د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې داسې ښکاري چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو وسله والو ډلو د فعالیت له امله چې له پاکستانه په ګاونډي هېواد افغانستان کې بریدونه کوي د پاکستان پرضد اقدام ته چمتو دی.
ورځپاڼه لیکي ځینو چارواکو د ښاغلي ټرمپ په اداره کې د دغې مسالې په اړه د رایو د ویش په اړه خبرداری ورکړی او وايي چې آیا د ګازرې او ډنډې له پالیسې په کار اخیستلو به پاکستان ته دې ته حاضر شي چې خپل کړنلاره بدله کړي، خو زیاتوي چې دغه چارواکي په دې نظر هم دي چې امریکا له پاکستانه بله لاره هم نه لري.
نیویارک ټایمز: د افغانستان کرېکټ لوبډله
امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز په یوه مطلب کې چې سرلیک یې دی "افغانستان او ایرلنډ د نړۍ د کرېکټ د مخکښانو له ډلې سره یو ځای کېږي " لیکي چې روانه اوونۍ نړیواله شورا دغو دواړو هېوادونو ته د ټسټ درجې ورکولو په اړه پریکړه کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ورځپاڼې په وینا د پنځو ورځو په دغې لوبه کې شاملېدل د کرېکټ تر ټولو لوړه درجه ده.
نیوریاک ټایمز زیاتوي افغان کرېکټ تر دې دمه اوږد مزل په لنډه موده کې وهلی او یوازې ۱۳ کاله کېږي چې افغان لوبډله رسما نړیوالو سیالیو کې لوبیږي.
ورځپاڼې د افغان کرېکټ لوبډلې پخواني کپتان او اوسني لوبغاړي محمد نبي هغه خبره را اخستې چې وايي کرېکټ افغانستان کې له سولې سره مرسته کوي.
پاکستان ټوډی: د هند او افغانستان سوداګري
بلې پاکستانۍ ورځپاڼې پاکستان ټوډی د افغانستان او هند ترمنځ د هوا له لارې د سوداګرۍ د پيل په اړه اندیښنه ښودلې او زیاتوي چې دا چاره به پر پاکستان له اقتصادي او سیاسي پلوه اغیز وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې غوښتنه کړې چې پاکستان ته په کار ده چې د افغانستان په اړه خپلې کړنلارې ته له سره کتنه وکړي.
ورځپاڼه زیاتوي چې د پاکستان له لارې د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ مخه په دې بهانه نیول کېږي چې ګواکې هند منځنۍ آسیا ته لاره پيدا نه کړي خو ورځپاڼه زیاتوي هند د ایران له لارې منځني آسیا ته لاره پيدا کوي او په دې برخه کې باید له هند سره جوړ جاړی وشي.
ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې وړاندې وايي چې له افغانستان سره په سوداګرۍ اوس د پاکستان ځای هند او ایران نیولی. پاکستان ټوډې وايې چې په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان له لارې افغانستان ته ۷۵۰۰۰ کانټینرونه لیږدول شوي و خو په ۲۱۶ کال کې دا شمیر ۴۰۰۰۰ ته راټیټ شوی دی.
انډیا ټوډی: د ډیورنډ لاین
هندۍ ورځپاڼې انډیا ټوډې د پاکستان پوځ د هغې اعلامیې په اړه یو مطلب خپور کړی چې وايي پر ډیورنډ لاین یې نښو د درلو چار پیل کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
انډیا ټوډي لیکي چې هر هېواد حق لري چې د خپل امنیت د ساتلو لپاره پر پولو اجرائات وکړي خو د ډیورنډ مساله جلا ده ځکه افغانستان یې د رسمي پولې په توګه نه پیژني، او بله دا چې افغانستان وايي په ۱۹۴۷ کال کې په سیمه کې د بریتانوۍ امپراتورۍ د ټغر په ټولیدو سره د ډیورنډ کرښې معاهده چې په ۱۸۹۳ کال کې شوې ده پای ته رسیږي.
ډیلي میرور: د برتانیا شهزاده او د افغانستان تجربه
بریتانوۍ ورځپاڼې ډیلې میرور د دغه هېواد د یوه شهزاده هاري له قوله چې یو وخت یې په افغانستان کې پوځي دنده ترسره کړې ویلي، په افغانستان د دندې ترسره کولو ورسره مرسته کړې چې پر هغو رواني ستونزو برلاسی شي چې د مور د مړینې له کبله ورسره لاس او ګریوان و.

د عکس سرچینه، Getty Images
د هغه مور ډیانا شاوخوا شل کاله وړاندې په فرانسه کې په یوه ترافیکي پیښه کې مړه شوله. دی اوس ۳۲ کلن دی او کله یې چې مور مړه شوه دی ۱۲ کلن و.








