د کیم جونګ اون پر اوږو څوک سپرېږي؟

.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د شمالي کوریا رهبر یوه افسر په شا کړی او خاندي

ولې دا عکس له نورو توپیر لري او څنګه یې تفسیروای شو؟

ویل کېږي چې د یاد انجڼ ازموینه بریالۍ وه او د شمالي کوریا د توغندیو د صنعت (بیاپنځونه) یې بولي. دغې بریالۍ ازموینې ته د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون هم خوشاله و.

هغه انځورونه چې دولتي اژانس خپاره کړي، پکې لیدل کې چې ښاغلی اون له ليرې د توغندي توغونې ننداره کوي، د توغندیو په کنټرولځي کې خاندي، د افسرانو لاسونه کېکاږي او یو یو افسر یې په شا کړې دی.

خو پوښتنه دا ده چې څوک دا جرات کولای شي چې د دیکتاتور په اوږو سپور شي او ولې؟

څارونکي وايي، یاد مرموز کس د شمالي کوریا په سیاست کې پېژندل شوې څېره نه ده، خو ویل کېږي چې د توغندي د ازموینې په چاره کې یې د کار رول لوبولی دی.

.

د عکس سرچینه، KCNA/URIMINZOKKIRI

د عکس تشریح، کیم جونګ اون هماغه افسر په غېږ کې نیولی او خوشاله دی

د شمالي کوریا د چارو شنونکی او د امریکا د جانز هاپکینز پوهنتون استاد مایکل ماډن وايي، د هغه په پوځي کالیو له شته نښو معلومېږي چې د شمالي کوریا د ستراتيژیکو ځواکونو منځپوړی افسر دی چې یرغلیز توغوونکي یې په لاس کې دي: " یاد انځور تصادفي نه دی، خو جعلي هم نه دی، تر ډېره هڅوونکې بڼه لري".

د شمالي کوریا پخوانیو تبلیغاتي ويډیوګانو کې د شمالي کوریا وګړي له کیم جونګ اون سره خوا په خوا لیدل کېږي. شمالي کوریا غواړي په یادو انځورونو وښيي چې رهبر یې په کور دننه ټولنیز او ساتېری انسان دی.

په جنوبي کوریا کې د پوهنتون استاده جایه چیون لیم وايي، که څه هم ښاغلي جون هڅه کوي نړۍ ته ځان نرمښت نه منونکي او باغي وښيي، خو په کور دننه بیا کیسه بل ډول ده: " موږ وینو هغه لوړپوړي چارواکي چې د ښاغلي جون له امره سرغړونه وکړي، پر وړاندې یې سخت چلند کوي، خو په ټوله کې په دغه تبلیغاتي عکس کې نوموړی ټولنیز او خوښ ښکاري. "

د ښاغلي جون دغه چلند د هغه د کورنۍ د نورو غړو له هغه سره توپیر لري. د هغه نیکه او پلار هڅه کوله خلک ترې وډار شي او هیچا یې پر اوږو د سپرېدو جرات نه کاوه. شمالي کوریا 'پیاوړی توغندیز ماشین ازمویلی'