د کیم د وژنې په تور د شمالي کوریا نیول شوی وګړی 'خوشی کېږي'

د عکس سرچینه، Reuters
د مالیزیا چارواکي وايي، د ري جونګ چول په نامه هغه سړی چې مالیزیا کې د شمالي کوریا د مشر د ورور د وژنې په تور نیول شوی و، شمالي کوریا ته شړل کېږي.
د مالیزیا لوی څارنوال لوی څارنوال محمد اپندي علي ویلي، جونګ چول یو ''ازاد سړی'' و چې په وینا یې ''د هغه د تورنېدو لپاره په کافي اندازه ثبتوتونه نه وو''.

د عکس سرچینه، ROYAL MALAYSIA POLICE
د مالیزیا چارواکي وايي، هېواد ته یې د ''امنیتي ستونزو'' له کبله د شمالي کوریا وګړو د بې وېزې سفر پای ته رسوي.
د مالیزیا مرستیال لومړي وزیر احمد زاهد حمیدي وايي، هېواد یې داسې مهال دا پرېکړه کوي، چې د شمالي کوریا د ناسکه ورور کیم جونګ نام د وژنې په تړاو یې د شمالي کوریا ځینې مشکوک وګړي نیولي دي.
کیم جونګ نام د تېرې فبرورۍ میاشتې پر ۱۳مه د وي ایکس ګازو د مسمومیت له کبله ومړ.
د هغه د مړینې په تړاو دوې ښځې تورنې شوې.
یوه تورنه ښځه د ویتنام او بله د اندونیزیا ده، چې د ښاغلي کیم پر بدن د زهرجن ګاز په موښلو تورنې شوې دي. نوموړی له کولالامپور هوايي ډګر نه د تګ په حال کې و.
مالیزیا وايي، د کیم مړی یوازې د هغه خپلوانو ته سپارل کېږي.
شمالي کوریا د ښاغلي کیم پر مړي په ازموینو خواشینې شوې او وايي باید خپل مړی ورته وسپارل شي.

د عکس سرچینه، د انځور حقوقREUTERS/AFP

د عکس سرچینه، AP
پیونګ یانګ لاهم نه ده تایید کړې چې ایا رښتیا هم دا د ښاغلي کیم مړی دی.
هغه په یوه ډیپلوماتیک پاسپورت په بل نامه سفر کاوه.
ښاغلی زاهد وايي، د شمالي کوریا وګړي د مارچ له شپږمې نېټې وروسته مالیزیا ته د تګ پرمهال باید وېزې ولري.
د دواړو هېوادونو ترمنځ ديپلوماتیک اړیکي له ۱۹۷۰مې لسیزې راهیسې پیل شوي او شمالي کوریا په ۲۰۰۳ کال کولالامپور کې خپل سفارت پرانیست.
خو د ښاغلي کیم مړینه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ديپلوماتیک درز پیدا کېدا لامل شو او مالیزیا یې په تړاو له پیونګ یانګه خپل سفیر هم وروغوښت.

د عکس سرچینه، AP








