د پاسپورټ په اړه ۱۱ جالبې خبرې

د عکس سرچینه، econsulate.gov.af
د پاسپورټ موضوع نن سبا په ټوله نړۍ کې پر یوه تاوده سیاسي بحث بدله شوې ده. د ځینو لپاره پاسپورټ پولې او دروازې پرانیځي، د سفر او ازاد ګرځېدو زمینه ورته برابروي.
خو د ځینو هېوادونو د وګړو لپاره همدا پاسپورټ بیا یو خنډ دی. دوی د خپل پاسپورټ له کبله د نړۍ ځینو برخو ته نشي تللی.
د سفر لپاره د یو سند یا پاسپورټ د رامنځته کېدو تاریخ هم ډېر په زړه پورې دی.
خو راځئ چې د دې مهم او اړین کاغذي سند په اړه له ۱۱ جالبې خبرې ولولو.

د عکس سرچینه، Getty Images
۱.د پاسپورټ یا سفري سند یادونه په لومړي ځل په انجیل کې شوې ده. د نحمیا په کتاب کې راغلي دي چې فارس پاچا اردشېر یوه چارواکي ته لیکلی سند ورکړ. د دې سند پر مټ دا چارواکی د یهودیه له سیمې خوندي تېرېدلی شو
۲.تر لومړۍ نړیوالې جګړې د مخه پر پاسپورټ عکس لګولو ته اړتیا نه وه. خو په همدې جګړه کې یو جرمنی جاسوس په جعلي امریکایي پاسپورټ برتانیا ته دننه شو. له هغه وروسته پر پاسپورټونو عکس لګول لازمي شول.
۳.په امریکا کې خلک اړ دي چې که یې وزن کم شي، باید پاسپورټ هم تمدید کړي. همدا راز که مو د مخ جراحي کړې وي، او یا مو له مخ خالونه لرې کړي وي یا مو تازه خالونه لګولي وي، بیا هم اړ یاست چې پاسپورټ نوی کړئ.
۴.په لومړیو وختونو کې تاسې د پاسپورټ لپاره هر ډول عکس کارولی شو. ان داسې عکس مو هم ورکولی شو چې پکې نور خلک درسره وی. د بېلګې په توګه که مو له خپلې کورنۍ سره ګډ عکس اخیستی و، هغه مو د پاسپورټ لپاره هم کارولی شو.
۵.د سفر پر وخت مو پاسپورټ کې باید لږ تر لږه شپږ میاشتې وخت پاتې وي. په ځینو هېوادونو کې د ۹۰ ورځو یا درې میاشتو غوښتنه کېږي، خو که اروپایي ټولنې هېوادونو، روسیې، سعودي عربستان او ځینو نورو هېوادونو ته سفر کوئ نو باید لږ تر لږه شپږ میاشتې وخت یې تمدید ته پاتې وي.

۶.د پاپوا نیو ګیني د هغو شپږ ځانګړو کلیو اوسېدونکي یاست چې پر ساحل پراته دي، بیا د کوینزلنډ ایالت له لارې له پاسپورټ پرته اسټرالیا ته ننوتلی شئ. دې خلکو ته د پاپوا نیو ګیني د خپلواکۍ اخیستو پر وخت دا ځانګړی حق ورکړل شوی و.
۷.د کاتولیکانو مذهبي مرکز واتیکان د سفر په اړه هېڅ کوم قانون نه لري. هر څوک ورتللی شي. خو د دوی مذهبي مشر یا پاپ د واتیکان لومړی شمېره پاسپورټ ګرځوي.
۸.ډېری امریکایان هېڅ پاسپورټ نه لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، دا هېواد کابو ۳۰۰ ملیونه اتباع لري، خو تر نیمایي یې هم کم کسان پاسپورټ لري.
۹.د ټونګا هېواد خپل پاسپورټ په شل زره امریکایي ډالرو خرڅول. پخواني پاچا "تاوفه توپو" دا کار د دې لپاره کاوه چې مرکزي بودیجې ته ګټه راوړي.
۱۰.د نیکاراګوا هېواد پاسپورټ تر ټولو خوندي بلل کېږي. هغه داسې چې یاد پاسپورټ ۸۹ امنیتي شفرونه یا نښې لري. له همدې کبله یې جعل جوړول ډېر ګران دي.
۱۱.د برتانیا ملکه هېڅ پاسپورټ نه لري. حال دا چې نورو وګړو ته د پاسپورټ ترلاسه کولو حق هم پخپله همدا ملکه ورکوي. خو جالبه دا ده چې د ملکې د محرمو اسناد لپاره ځانګړي پاسپورټونه شته. د ملکې استازي دا ځانګړي پاسپورټونه د ملکې د سفر پر وخت له ځان سره ساتي. ویل کېږي چې دا ډول ۱۵ پاسپورټونه لري.

د عکس سرچینه، .








