هلمند ته کلونه مخکې تللي برتانوي پوځیان اوس تبې نیولي

وېن باس

د عکس سرچینه، Wayne Bass

د عکس تشریح، وېن باس یو له هغو برتانوي پوځیانو دی چې په دې تبه اخته شوی او محکمې ته تللی

په دې وروستیو کې برتانیا کې یوې محکمې ته وویل شول چې لږ ترلږه ۹۰ تنه برتانوي پوځیان چې د افغانستان په هلمند ولایت کې یې ماموریت ترسره کړی د کیو فیور یا کیو تبې په ناروغۍ اخته شوي دي. له دې ډلې یوه پخواني پوځي وېن باس د دفاع پر وزارت قانوني دعوه کړې چې ولې یې هغه مهال چې ده په افغانستان کې ماموریت ترسره کاوه ته انتي بیوتیک نه وو ورکړي چې له دغې ناروغۍ نه خوندي پاتي شي.

پخواني برتانیوي پوځي وېن باس په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کال کې په هلمند ولایت کې د ماموریت ترسره کولو پرمهال د کیو فیور/کیو تبې په ناروغۍ اخته شوی و.

دی وايي همدې ناروغۍ یې روغتیا دومره خرابه کړه چې په ۲۰۱۴ کال کې له دندې ګوښه کړای شو.

د ښاغلي باس وکیل ویلي دا لومړی ځل دی چې په برتانیا کې دغه ډول یوه قضیه محکمې ته وړاندې شوې ده.

ډاکټران وايي دا یوه بکتریايي ناروغي ده چې په انتي بیوتیکو درملل کېږي او هغه کسان پرې ډېر اخته کېدای شي چې له څارویو سره له نژدي نه په تماس کې وي.

وېن باس

د عکس سرچینه، Wayne Bass

د عکس تشریح، وېن باس په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کال کې په هلمند ولایت کې جنګېدلی

د ښاغلي باس وکیل هم ویلي چې موکل یې هلمند کې د ماموریت پرمهال له اوزو او میږو سره نژدي پاتې شوی و.

د برتانیا د دفاع وزارت چارواکي وايي ویني باس او نورو پوځیانو ته یې په دې خاطر د کیو تبې ضد درمل نه وو ورکړي چې ورسره د ملاریا درملو اغیز چې پوځیانو ته له ماموریت وړاندې ورکول کېږي کمیدای شو.

برتانیا کې د پوځیانو ترڅنګ لس تنه ولسي وګړي هم پر دې ناورغۍ اخته شوي دي. آیا دا ناروغي ساري ده او له یو کس نه بل ته لېږدي که څنګه؟ روغتیا پوهان وايي دا ساري ناروغي ده چې د انساني مایعاتو له لارې له یو انسان نه بل ته لېږدلی شی خو چانس یې د دې پرتله چې څوک یې له څارویو سره د تماس له امله واخلي کم دی.

په هلمند کې چېرته چې برتانوي پوځیان د کیو تبې په ناورغۍ اخته شوي د دولتي روغتونونو ترڅنګ د بې پولو ډاکترانو ټولنه هم فعاله ده چې نه یوازې په خپل روغتون کې د ناروغانو درملنه کوي بلکې له نورو روغتونو سره هم مرسته او همکاري کوي.

د نوموړې ټولنې طبي مرستیال ډاکتر ولي الله الهام له بي بي سي سره په خبرو کې ویل دوی د کیو تبې ناروغۍ کومه پېښه په افغانانو کې نه ده لیدلې خو په دغه سیمه کې د څارو یو نه د پیدا کېدونکې بلې ورته ناروغۍ ګانګو پېښې شته دي.

هلمند

د عکس سرچینه، Wayne Bass

د عکس تشریح، برتانوي پوځیان په ۲۰۰۶ کال کې هلمند ته ولاړل

سخته تبه، د اندامونو خارښت، ستړیا، د ستونې درد او په مرۍ کې پړسوب د کیو فیور ناروغۍ نښې نښانې بلل کېږي او د ډاکترانو په وینا هغه مهال پرې څوک اخته کېږي چې د څارویو له پلاسنتایا، وینې، وړۍ یا هم ډکو او تشو میتیازو سره په تماس کې پاتې شي.

دغه راز په ناروغۍ د اخته څارویو خوا کې د تنفس کولو او د اخته څاروي د نا ایشلو شیدو له څکلو سره هم دا ناروغي انسان ته لېږیدای شي.

روغتیا پوهان وايي وخت په وخت په صابن د لاسونو پرمینځل، د ټپونو پاک او پټ ساتل او څارویو ته د نژدي کیدو پرمهال دسکشې اغوستل کولای شي تر ډېره د ناروغۍ په مخنیوي کې مرسته وکړي.

ډاکټران وايي که د کیو فیور/کیو تبې ناروغي بې درملنې پاتې شي نو د انسان روغتیا له جدي خطر سره مخامخولی شي او سپارښتنه یې دا ده چې د ناروغۍ د نښو نښانو له څرګندیدو سره سم ډاکټر ته مراجعه وشي.