هلمند کې برتانوي پوځيان پر یوې اډې پورې محدود شول

د عکس سرچینه،
په افغانستان کې برتانوي ځواکونو ویلي، چې د هلمند ولایت پر یوې اډې پورې یې پوځي حضور محدود کړی دی او نورې اډې یې افغان ځواکونو ته سپارلې دي.
برتانوي ځواکونو له څو کلونو راهیسې په سوېلي هلمند ولایت کې مېشت وو.
هلته د باستین په نامه د دوی لویه اډه ده.
په پام کې ده چې برتانوي ځواکونه هم د ناټو ځواکونو د مهال وېش له مخې د روان کال تر پایه له افغانستانه ووځي.
برتانوي ځواکونو ویلي، چې په وروستیو کې یې خپلې دې اډې تړلې دي، او دغو پوځي اډو تجهیزات یې د هلمند "کمپ باستین" اډې ته لېږدولي.
د تېر څو کلن پوځي ماموریت برتانیا افغانستان کې شاوخوا لس زره پوځيان لري، چې تر ډېره د هلمند په بېلابېلو سیمو کې مېشت وو، خو اوس یې شمېر کابو څلورو زرو ته راټيټ شوی دی.
هلمند د افغانستان په سوېل کې یو له ناامنه ولایتونو دی.
په داسې حال کې چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال وېش ته ورځې کمېږي، د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو ټاکنو ته هم د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي.
ګڼ افغانان د ټاکنو پرمهال د ناامنیو له ډېرېدو ترهه لري، ځکه چې د حکومت مخالفو وسله والو ویلي، چې د ټاکنو بهیر به ګډوډ کړي.
په هلمند ولایت کې د ټاکنیز کمیسیون یوه سیمه ییز چارواکي بي بي سي ته ویلي، چې د راتلونکې وري پر ۱۶ د ټاکنو پرمهال به په دې ولایت کې د رای اچونو له ټول ټال ۲۱۹ مرکزونو ایله ۱۴۷ مرکزونه پرانیستي وي.
په افغانستان کې د ټاکنو لپاره ټول ټال ۶۷۷۵ مرکزونه پام کې نیول شوي، چې ۳۹۶ یې د امنیتي لاملونو له کبله تړلي پاتې دي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service








