"افغانستان کې ټیکاو د برتانیا سرکونه امنولی شي"

ر

د عکس سرچینه، Abdullah

د عکس تشریح، د برتانیا دفاع وزیر له افغان اجرایه مشر سره.
    • Author, غزا نور
    • دنده, بي بي سي

د برتانیا دفاع وزیر وايي، ټیکاومن افغانستان د برتانیا سرکونو کې له امنیت خوندي کولو سره مرسته کولی شي.

د ګاوین ویلیامسن په خبره، د امنیتي خدمتونو ظرفیت لوړول چې افغانستان کې د سولې او ټیکاو بنسټ جوړوي د برتانیا لومړیتوب دی.

"زه د هغه رول شاهد یم چې د دې نظر په پرځایښت کې یې د برتانیا زړور ځواکونه لري".

د افغان حکومت اجرایه مشر هم خپل ټوېټر کې لیکلي چې ښاغلي ویلیامسن ور سره لیدنه کې د افغان ځواکونو د ملاتړ په روان ساتلو خبرې وکړې.

د برتانیا له سفارت خپره شوې بیانیه وايي، د دغه هېواد دفاع وزیر له افغان سیال طارق شاه بهرامي سره په لیدنه کې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ ژمنه وکړه.

"هغه د افغان ملي اردو د افسرانو اکېډمۍ په ملاتړ او په افغانستان کې تر ۶۵۰ پورې د برتانوي ځواکونو پر زیاتولو بیا ټینګار وکړ."

ویلیامسن په دې لیدنه کې د کابل لوېدیځ ته په قرغه کې د افغان ملي اردو افسرانو اکېډمۍ ته تللی، چې دغه هېواد یې مالي ملاتړ کوي او برتانوي روزونکي پکې افغان سرتېري روزي.

له ۲۰۱۳ کال راهیسې تراوسه له دې اکېډمۍ تر درې زرو افسران فارغ شوي دي.

برتانیا تر ۲۰۱۴ کال مخکې افغانستان کې تر نهو زرو سرتېري درلودل، خو دا مهال نږدې شپږ سوه سرتېري لري چې د افغان ځواکونو په روزنه کې مرسته کوي.

ر

د عکس سرچینه، Twitter

عبدالله عبدالله هم خپل ټوېټ کې زیاتوي ، چې دفاع وزیر ګاوین ویلیامسن د ټولو ترهګرو ډلو پرضد په جګړه کې د افغان ځواکونو په ملاتړ او همکارۍ ټینګار وکړ.

"د برتانیا دفاع وزیر د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مېړانه او زړورتیا هم وستایله".

د عبدالله عبدالله په رسمي فیسبوک پاڼه کې هم یوه بیانه کې د ګاوین ویلیامسن له خولې ویل شوي، چې افغانستان د پرمختګ او پراختیا لپاره ډېرې وړتیاوې او اسانتیاوې لري:

"هغه هیله وښوده چې افغانستان کې سوله او ټیکاو به د دغه هېواد په پرمختګ کې مرسته وکړي".

په دغه لیدنه کې د افغانستان پر سیمه ییزو اړیکو او سولې ته په رسېدو هم خبرې وشوې.

د مارچ په دیارلسمه د امریکا دفاع وزیر هم د ولسمشر غني په ګډون له لوړو پوړو افغان چارواکو سره لیدنه کي وویل چې ځینې وسلوال طالبان سولې ته لېوال دي.

نوموړي د ترهګرۍ ضد په جګړه کې له افغان لوري سره د مرستې پر دوام ټینګار وکړ.

د امریکا او برتانیا د دفاع وزیرانو تګ

ر

د عکس سرچینه، UK EMBASSY

افغانستان ته د امریکا او برتانیا د دفاع وزیرانو سفر په داسې مهال دی چې د پسرلي په راتلو سره د جګړې زیاتېدلو امکان شته.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان تېره اونۍ وویل، چې راتلونکی لمریز کال به ډېر خونړی وي.

جنرال نېکولسن دا هم ویلي، چې وسلوالو طالبانو د بریدونو تکتیک بدل کړی، ځکه پکار ده چې د نړیوالو ادارو د کارکوونکو امنیت وساتل شي.

په ورته مهال افغان حکومت له وسلوالو طالبانو سره د سولې هڅو ته ژمنتیا ښيي.

افغان ولسمشر د کابل بهیر غونډه کې وویل، حکومت یې چمتو دی له طالبانو سره اوربند وکړي او دغه ډله د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژني.

د کابل بهیر غونډه کې د څه باندې۲۰ هېوادونو او درې نړیوالو بنسټونو استازو ګډون درلود.