د 'نړۍ بام' ته لومړی ځل سړک جوړېږي

پامیریان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سیمې ډېر خلک مالدار دي او ښځینه یې د ژوند په ټولو چارو کې ونډه لري
    • Author, عصمت بهیر
    • دنده, بي بي سي کابل

افغان چارواکي وايي، د بدخشان لرې پرته غرنۍ سیمه کوچني پامیر کې لومړی ځل سړک جوړوي. کوچني پامیر سیمې ته تر اوسه د موټرو تګ راتګ لار نه شته او اوسمهال د سیمې خلک څنګلوري واخان سیمې ته پر اسونو تګ راتګ کوي، چې ویل کېږي، لږ تر لږه پنځه ورځې وخت اخلي.

د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت چارواکي وايي د دغې لارې ودانیزې چارې به راتلونکی پسرلی پیل شي.

په کوچني پامیر سیمه کې د قرغیز قوم خلک اوسي، چې ویل کېږي د سخت اقليمي حالت او ژوند اسانتیاوو نشتوالي له کبله یې ورځ تر بلې شمېر لږ شوی.

د افغانستان کلیو او پراختیا وزارت ویاند فریدون اژند بي بي سي ته وویل، دغه سړک به ۵۰ کیلومتره اوږدوالی ولري چې ډېره برخه به یې د پامير په لمنو او ډډو کې تېرېږي.

د بدخشان په کوچني پامیر سیمه کې قرغیز لږکي اوسي، چې تر اوسه یې نه پوخ سړک درلود نه هم روغتون او نه هم د ماشومانو د روزنې لپاره هلته کوم ښوونیز مرکزونه شته.

چارواکي وايي، د کوچني پامیر پر سړک به لومړی شګې هوارې شي او بیا به پوخ جوړ شي.

کوچني پامیر ته د رسېدو لپاره څلور ورځې پلي سفر ته اړتیا ده، چې له ډېرو لوړو او ژورو به تېرېږي
د عکس تشریح، کوچني پامیر ته د رسېدو لپاره څلور ورځې پلي سفر ته اړتیا ده، چې له ډېرو لوړو او ژورو به تېرېږي

د افغانستان کلیو او پراختیا وزارت وايي، د دغه سړک له جوړېدو سره به د څو ورځو مزل کنډ کپر لاره یوازې څو ساعتونو ته را لنډه شي. د وزارت ویاند اژند وايي، پر دغه سړک به کابو ۱۶ میلیونه ډالره لګښت راځي چې نړیوال بانک یې ور کوي.

د سیمې اوسېدونکي شمېر نژدې ۱۵۰۰ کسه ښوول کېږي چې له سمندره څه باندې څلور زره متره لوړو کې د پامیر څوکو په یوه څنډه کې اوسي.

د دوی په اړه ویل کېږي، چې ځینې یې روسیه کې د اکتوبر کمونیستي انقلاب له بریا وروسته دغې سیمې ته کډوال شوي او ځینې نور بیا د شوروي له منځه تلو وروسته دلته راغلي دي.

د پامیر د لوړو څوکو اوسېدونکي وايي، ګوزاره یې په مالدارۍ ده او نور عاید نه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پامیر د لوړو څوکو اوسېدونکي وايي، ګوزاره یې په مالدارۍ ده او نور عاید نه لري.

دوی مالدار خلک دي او ښځې یې د کاري ځواک لویه برخه تشکیلوي. د افغانستان د نورو ډېرو سیمو برعکس دغه خلک د ناامنیو ستونزه نه لري، د چاودنو او ځانمرګو له غږونو سره ناشنا دي، خو د ژوند اسانتیاوو نشتوالي له کبله له بې شمېره مسایلو سره لاس او ګرېوان دي.