د عکسونو البوم: ماته موسکی شه

د بي بي سي خبریال ارشاد هنریا واخان او د پامیر لوړو ته د سفر پرمهال هلته د وګړو له موسکا ډکو شېبو انځورونه اخیستي دي. واخان کې خلک په بې وزلۍ او د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو لیرې ژوند کوي.

واخان
د عکس تشریح، واخان کې د خلکو ژوند پر مالدارۍ ولاړ دی.
واخان
د عکس تشریح، واخان کې د غلو دانو او حاصلاتو اخیستو فصل دی.
واخان
د عکس تشریح، واخي ماشومان هم له خپلو پلرونو سره په کروندو کې مرسته کوي.
واخان
د عکس تشریح، واخان مېشتي ډېری تاجک او د اسماعیلیه طریقې لږکي دي.
واخان
د عکس تشریح، پلرونه تقریباً ټول د خپلو بچیانو د زدکړې پلویان دي.
واخان
د عکس تشریح، ښځې د افغانستان نورو برخو پرتله تر ډېره له ازادۍ برخمنې دي.
واخان
د عکس تشریح، بې وزلي د واخي وګړو په مخونو کې له ورایه ښکاري.
واخان
د عکس تشریح، که څه هم قرغیزیان د دولت له بې پامۍ شکایت کوي، خو دوی پخپلو کې ډېر مرستندویه او له صمیمیت ډک ژوند لري.
واخان
د عکس تشریح، واخان کې خلک له روغتیايي اسانتیاوو تر ډېره بې برخې دي.
واخان
د عکس تشریح، قرغیزیان د هوا د سړېدو له کبله وړین او تاوده کالي اغوندي.
واخان
د عکس تشریح، نجونې خپل سیمه ییز دودیز کالي اغوني.
واخان
د عکس تشریح، واخان کې که خلک د ژوند اسانتیاوې نه لري، خو خدای د امنیت نعمت ورکړی دی.