پامیریان: 'سلګونه کلونه مو ژوند کې ستر بدلون 'نه دی راغلی'

د پامير ليرې پرته سيمه چې يوه برخه يې په افغانستان کې راځي او د نړۍ په بام مشهوره ده، د دې سيمې اوسېدونکي تر څو ورځو سفر وروسته کابل ته رارسېدلي چې په خپلو سيمو کې د روغتيا، زده کړې او د ژوند د نورو ستونزو په اړه له چارواکو سره خبرې وکړي.
دغه کسان وايي په خپله سيمه کې يې په تېرو څو پېړيو کې کوم مهم بدلون نه دی ليدلی او وايي چې د ژوند له ډېرو اسانتياوو بې برخې دي.
زموږ همکار عبدالله الهام په کابل کې له دغو قرغېز وګړو سره غږېدلی او دا رپوټ يې پرې چمتو کړی دی.
د افغانستان په بدخشان ولايت کې د دې ليرې پرتې او غرنۍ سيمې اوسېدونکي وايي دوی د ژوند له نژدې ټولو هغو اسانتیاوو بې برخې دي چې د هېواد ډېری وګړي ورته لاسرسی لري.
دوی وايي د دوی اوسط عمرونه حتی د نورو افغانانو په پرتله کم دي. دريابای د دغه پلاوي یوغړی دی چې په خپل دوه دېرش کلن عمر کې لومړی ځل له پامير څخه راښکته شوی تر ټولو ستره ستونزه د روغتيايي خدمتونو نشتوالی يادوي.
تر ۵۰ کلونو لوړ کسان نه شته

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه وايي په دې سيمه کې د خلکو عمر له پنځوس کلونو پورته نه دی او د ميندو او نوو زيږېدلو ماشومانو د مړينې کچه هم لوړه ده:
"زموږ ستونزه دا ده چې روغتون نشته، ميندې د زيږون پرمهال مري او ماشوم يې هم له منځه ځي. عادي سردردي پیدا شي نو د درمل د نشتون له امله د کس د له لاسه وتو وېره وي. هلته له پنځوس کلونو لوړ عمره څوک نه پیدا کېږي، لوړ عمر ته له رسېدو وړاندې خلک ژوند له لاسه ورکوي. "
د بدخشان ولايت د پامير په دغه سيمه کې ژوند په تېرو څو سوو کلونو کې ډېر لږ بدل شوی. عبدالولي رشيدي د دغه پلاوي یو بل غړی وايي هلته د واورو او سختې یخنۍ له امله ښوونکي هم لا په ښونځيو کې کار ته زړه نه ښه کوي:
"زر کاله وړاندې چې کوم ژوند و، اوس هم زموږ په سيمو کې شته. نړۍ بدله شوې خو موږ په هماغه حال یو، دا ځکه چې پام ندی شوی. زر کاله وړاندې چې خلکو غرونه کېندل او پکې اوسېدل، نه ښونځی و، کور نه و، هېڅ نه و، دلته او هلته به اوسېدلو او ورځ به مو تېروله او اوس هم هماغه حال دی، توپیر دا دی چې دوه ښونځي جوړ شوي چې یو تر نهم او بل تر دولسم ټولګي دی او دا چې هلته یخني منفي پنځوس درجې ده، ښوونکي هم هلته نه ځي او که ځي هم دوه مياشتې سرطان او اسد درس ورکوي او بس. "

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images
رمضان پامير د دغه پلاوي بل غړی دی چې له ټولو سختيو سره سره يې ښوونځی لوستی او اوس د لوړو زده کړو لپاره غواړي ترکيې ته لاړ شي. هغه وايي:
"زه مې د ځپل نيکه عبدالرشيد خان په وخت کې شپږ کلن وم، هغه وخت اشکاشم ته راغلم او هلته مې د کمپیوټر کورس ولوست او اوس هم هڅه کوم چې زده کړو ته دوام ورکړم. "
که څه هم حکومت وايي چې د پامير له اوسېدونکو سره مرسته او همکاري خو کابل ته د راغلي پلاوي غړي وايي چې د دوی ستونزې جدي دي او بېړنيو ګامونو ته اړتيا لري.

د عکس سرچینه، Getty Images








