افغانستان کې جنګېدلي امریکايي ولې کلیفورنیا کې ۱۲کسان ووژل؟

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا په کالیفورنیا کې یوه وسله وال د پنجشنبې په ورځ پر یوه شراب خونه برید وکړ او د یوه ډلګۍ مشر په ګډون یې ۱۲ کسان ووژل او لس یې ټپي کړل.
ځینې نور کسان هم دې پېښه کې برسېرن ژوبلېدلي دي.
برید د لاس انجلس شمال لوېدیځ ته ۶۵ کیلومترۍ په تازوند اوکس ښار کې وشو.
په دغه مهال هلته د زدکوونکو یوې ډلې د نڅا پروګرام درلود.
چارواکو په لومړیو کې ویل، برید ګر په شرابخونه کې وژل شوی دی خو لا یې هم هویت نه دی مالوم.
مګر اوس مالومه شوې چې دا بریدګر د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی غړی او افغانستان کې یې خدمت کړی و.
پولیس دغه بریدګر داسې را پېژني: ۲۸ کلن سړی چې د امریکا ځانګړو ځواکونو کې یې دنده درلوده او نوم یې ایان ډیویډ لانګ دی.
ویل کېږي نوموړي روحي او رواني ستونزې درلودې.
هغه له دې مخکې د ناسم چلن له امله د ستونزه لرونکو کسانو نوملړ ته ور زیات شوی و، خو د روان کال لومړیو کې د پولیسو د رواني روغتیا څانګې له دې نوملړ لرې کړی و.
پېښه څنګه وشوه؟

د عکس سرچینه، EPA
پولیس وايي، ښاغلي لانګ سر له پښو ځان پوښلی و.
د شرابخونې مخ ته ساتونکی یې وواژه او بیا ننوت.
شاهدان وايي، ننوتلو سره یې لاس بم وغورځاوه او وروسته یې پر خلکو ډزې وکړې.
د پوهنتون تر دوو سوو زدکوونکي په دغه شپه دغه شرابخونه کې نڅېدل.
بورډرلاین ستره شرابخونه له دریو پوهنتونونو سره نږدې ده او تل له زدکوونکو ډکه وي.
دې پېښه کې ډېری وژل شوي او ټپیان هم دغه پوهنتوني زدکوونکي دي.
بریدګر نیم اتومات توپک په قانوني ډول پېرلی او دې برید کې کارولی دی.
هغه د توپک جاغور داسې جوړ کړی و چې له درېدو پرته ډېرې ډزې وکړي.
خو کلیفورنیا ایالت کې د توپک داسې جوړول منع دي او د توپک جاغور یوولس مرمۍ ځایولی شي.
پولیس لا هم نه پوهېږي چې لانګ څومره ډزې کړې او بیا یې هم جاغور ډک کړی دی که نه.
عیني شاهدان څه وايي؟

د عکس سرچینه، EPA
یو عیني شاهد ټېلر وېټلر وایي، په شرابخونه کې نڅېده چې ډزې شوې:
"د ننه ډېر بد حالت شو او خلکو منډې وهلې. مخ مې شاته واړاوه چې ووینم څه روان دي، خو ټولو چغې کړې چې پر ځمکه څملئ".
دی زیاتوي: "ټول وېرېدلي و، بیا ټول پورته شول، خو زما لاس او پښو کار نه کاوه، پر ځمکه همداسې پروت وم، یو کس راغی زه یې پورته کړم او بېرون یې وباسلم".
ځینې خلکو غوښتل په څوکیو کړکۍ ماتې کړي او وتښتي. پر یوه څوکۍ ټېلر څټ ته لګېږي.
دی د خپل ملګري کلیزې لمانځلو لپاره شرابخونې ته تللی و.
ځینې کسانو د ځان بچولو لپاره ټټیو یا تشنابونو ته پنا وړې وه.
دې پېښه کې یو ژغورلی کس له سي بي اېس شبکې سره خبرو کې وايي، چې دی او ملګري یې د تېر کال لاس ویګاس پېښه کې هم بچ شوي وو.
پولیس څه وايي؟

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
د ونچورا تاڼې د پولیسو مشر وايي، ډزو پیلېدو سره شرابخونه کې بد حال و، هرې خوا ته وینې وې.
هغه زیاتوي چې د لومړي تماس له دریو دقیقو وروسته پولیس سیمې ته ورسېدل.
د ونچورا تاڼې پولیسو یو افسر ران هلوس د ډزو پر مهال شرابخونې ته ننوځي، څو مرمۍ لګېږي او روغتون کې مړ کېږي.
ډلګۍ مشر هلوس له خپلې مېرمنې یو بچی لري.
نوموړي ۲۹ کاله خدمت کړی او ټاکلې وه راتلونکی کال تقاعد شي.
د پولیسو مشر نوموړی یو اتل بولي او زیاتوي چې د نورو خلکو د ژغورلو لپاره تللی و.
تورن څوک دی؟

د عکس سرچینه، CBS
پولیس وايي وروستیو کلونو کې یې له ښاغلي لانګ سره څو ځلې ټکر راغلی و.
د پولیسو مشر وايي، کله چې هغه له پولیسو سره غږېده داسې ښکارېده چې ګډې وډې وايي.
همدا وجه وه چې متخصصو پولیسو له مرکې وروسته وموندله چې لانګ باید رواني روغتون کې بستر شي.
دوی باوري و چې له رواني زیانمنېدو وروسته له سټرېس سره مخ دی.
افغانستان کې خدمت

د عکس سرچینه، Getty Images
د پنجشنبې په ورځ د امریکا د سمندري ځواکونو څانګې ومنله چې ښاغلی لانګ له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۳ کال په دې ځواکونو کې دنده درلوده او متخصص نښه ویشتونکی و.
نوموړی د ۲۰۱۰ کال له نومبر د ۲۰۱۱ کال تر جولای افغانستان کې و او د خپلې دندې له امله یې څو مډالونه هم ترلاسه کړي و.
د ګن وایلنس ارکایو وېبپاڼې د شمېرو له مخې د ۲۰۱۸ کال له پیلېدو تراوسه امریکا کې له ۱۲ زرو ډېر کسان ټوپک سره وژل شوي.
په دوی کې نږدې درې زره له اتلسو کلونو کم عمر لري.
دې شمېرو کې هغه ۲۲ زره کسان نه راځي چې ټوپک سره یې ځان وژنه کړې ده.








