ګارډین: افغان جګړه کې له اټکل ډېر ملکیان وژل کېږي

ورځپاڼه لیکې چې د یوه افغان دولتي مقام له خواد وژل شویو کسانو پر شمېر له سره غور او برتانیايي پوځ له خوا څېړنو په ډاګه کړې چې د افغانستان په جګړې کې د ملکي تلفاتو شمېر له هغه ډېر دی چې په ګوته شوی دی.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ورځپاڼه لیکې چې د یوه افغان دولتي مقام له خواد وژل شویو کسانو پر شمېر له سره غور او برتانیايي پوځ له خوا څېړنو په ډاګه کړې چې د افغانستان په جګړې کې د ملکي تلفاتو شمېر له هغه ډېر دی چې په ګوته شوی دی.

ګارډین

په بریتانیا کې چاپېدونکې د ګارډین ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي چې د افغانستان په جګړې کې د ملکي کسانو شمېر له هغه ډېر دی چې مقامات یې اټکل کوي.

ورځپاڼه لیکې چې د یوه افغان دولتي مقام له خواد وژل شویو کسانو پر شمېر له سره غور او برتانیايي پوځ له خوا څېړنو په ډاګه کړې چې د افغانستان په جګړې کې د ملکي تلفاتو شمېر له هغه ډېر دی چې په ګوته شوی دی.

ګارډین لیکي، په ۲۰۱۱ کال کې د شیعه ګانو په یو زیات کې په بمې چادونې د وژل شويو کسانو او د دوو ماشومانو مړینه چې د برتانوي ځواکونو له خوا ووژل شول، ثبت شوه خو هېڅ کله نشر نه شوه او د هغو کسانو په شمېر کې ور زیات نه شو چې ډیری ورته مراجعه کوي او په تېرو ۱۵ کلونو کې وژل شوي دي.

ګارډین لیکي چې سلګونه نور ملکي کسان هم شته چې مړینه یې رسماً نه ده ثبت شوې.

ګارډین لیکي، امکان لري چې هغه ملکي کسان چې مړینه یې نه ده ثبت شوې د افغانستان په کلیو کې وژل شوي وي او د مړینې د نه ثبتېدو علت یې ښايي دا وي چې یا یې د مړینې څوک شاهد نه و او یا هم په لرو پرتو خطرناکو سیمو کې وژل شوي او د مړینې خبر یې تر ښار نه دی رسېدلی.

د مصري خبریالانو د مرګ سزا

یوې مصرۍ محکمې دریو خبریالانو ته د مرګ جزا غوښتې تر عنوان لاندې د ګارډین ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي مصرۍ محکمې دریو خبریالانو او دریو نورو هغو کسانو ته چې د هېواد ملي امنیت یې له خطر سره مخ کړی و او رازونه یې قطر ته افشا کړي وو د مرګ جزا غوښتې ده.

ورځپاڼه لیکې چې د خبریالانو او پخواني ولسمشر محمد مرسي د جزا په اړه به وروستې پرېکړه د جون د میاشتې په اتلسمه نېټه وشي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ورځپاڼه لیکې چې د خبریالانو او پخواني ولسمشر محمد مرسي د جزا په اړه به وروستې پرېکړه د جون د میاشتې په اتلسمه نېټه وشي.

کارډین لیکي اردني الاصله عمر سبلان، ابراهیم محمد هلال چې دواړه د الجزیرې خبریالان دي او اسماء الخطاب ته چې د اخوان المسلمین له یوې شبکې سره کار کوي په غیاب کې جزا ورکړل شوې خو هغوی کولای شي چې د استیناف غوښتنه وکړي.

ورځپاڼه لیکي چې الجزیرې د محکمې دغه پرېکړه غندلې او هغه یې هیښوونکې بللې ده. دغه راز الجزیرې ویلي چې دغې پرېکړې غوسه پارولې او په ازاده توګه د خبریالانو د کار کولو په برخه کې یې د نړیوال اقدام غوښتنه کړې ده.

ورځپاڼه لیکې چې د خبریالانو او پخواني ولسمشر محمد مرسي د جزا په اړه به وروستې پرېکړه د جون د میاشتې په اتلسمه نېټه وشي.

ده نیوز

ده نیوز د شمالي کوریا د مطبوعاتو د ریپوټونو پر بنسټ لیکي د شمالي کوریا ولسمشر ویلي چې هېواد به یې د اتومي وسلو د نه خپرولو په برخه کې خپل مسوولیتونه ادا کړي او هڅه کوي چې په نړۍ کې د اتومي وسلو د جوړولو مخنیوي وکړي.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، ده نیوز د شمالي کوریا د مطبوعاتو د ریپوټونو پر بنسټ لیکي د شمالي کوریا ولسمشر ویلي چې هېواد به یې د اتومي وسلو د نه خپرولو په برخه کې خپل مسوولیتونه ادا کړي او هڅه کوي چې په نړۍ کې د اتومي وسلو د جوړولو مخنیوي وکړي.

د شمالي کوریا ولسمشر وايي له اتومي وسلو به تر هغه کار وانخلي چې ګواښل شوي نه وي. دا په پاکستان کې د چاپیدونکې (ده نیوز) ورځپاڼې د یوه مطلب سرلیکي دی او لیکي د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون ویلي هېواد به یې تر هغه له اتومي وسلو کار وانخلي چې چا یې پر حاکمیت برید نه وي کړی او بله دا چې غواړي له هغو هېوادونو سره خپلې اړیکې عادي کړي چې د دوی پرضد دي.

ده نیوز د شمالي کوریا د مطبوعاتو د ریپوټونو پر بنسټ لیکي د شمالي کوریا ولسمشر ویلي چې هېواد به یې د اتومي وسلو د نه خپرولو په برخه کې خپل مسوولیتونه ادا کړي او هڅه کوي چې په نړۍ کې د اتومي وسلو د جوړولو مخنیوي وکړي.

هندوستان ټایمز

د هندوستان ټایمز ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي چې د شنبې په ورځ پاکستاني چارواکو په کراچۍ کې ادعا وکړه چې یو هندي جاسوس یې نیولی چې دغلته یې په غیرقانوني توګه ژوند کاوه او د پاکستان ضد کړنو کې ښکیل و. ورځپاڼه لیکي چې پاکستاني چارواکو خبریالانو ته ویلي چې دوی پر یوه کور چاپه واچوله او هندی جاسوس ارشد حسین یې ونیوه.

ورځپاڼه د پاکستاني چارواکو له خولې لیکي چې دا په څه کم دوو میاشتو کې دویم هندی جاسوس دی چې په پاکستان کې نیول کېږي. ورځپاڼه لیکي چې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند منلې چې کولبوشن جادوف چې په مارچ میاشت کې نیول شو و د هند د بحري ځواکونو پخوانی افسر و خو د پاکستاني چارواکو دا ادعا یې رد کړې چې ګواکې هغه د هند استخباراتو ته جاسوسې کوله.