فوټبال: توپان هریرود د غوره لیګ پایلوبه وګټله

د لوبې په دویمه نیمايي او ۷۵ مه دقیقه کې توپان هریرود پینالټي ترلاسه کړه

د عکس سرچینه، AFGHAN FOOTBALL FEDERATION

د عکس تشریح، د لوبې په دویمه نیمايي او ۷۵ مه دقیقه کې توپان هریرود پینالټي ترلاسه کړه
    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان فوټبال غوره لیګ اووم پړاو پایلوبه د توپان هریرود لوبډلې وګټله. پایلوبه کې د مرکز زون لوبډلې شاهین آسمايي او د لوېدیځ زون لوبډلې طوفان هریرود سره مخامخ شوې چې د لوبې یوازینی ګول د توپان هریرود لوبډلې وکړ.

د لوبې په لومړۍ نیمايي کې دواړو لوبډلو ډېر فرصتونه له لاسه ورکړل او یوه لوبډله هم ونه توانېده چې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړي.

د لوبې په دویمه نیمايي او ۷۵ مه دقیقه کې توپان هریرود پینالټي ترلاسه کړه او د ګول وهلو چانس یې هم نوي سلنه وو، خو دغې لوبډلې له ترلاسه شوي چانسه ښه ګټه وانخیسته، توپ د ګول پر دروازه ولګېد او ګول نه شو.

د لوبې په دویمه نیمايي کې هم هېڅ لوبډله ونه توانېده چې کوم ګول وکړي او لوبه اضافي وخت ته وغځېده.

د لوبې لیدلو ته زرګونه کسان ورغلي وو، چې د مینه والو مېرمنو ونډه هم پکې له ورایه څرګنده وه.

د عکس سرچینه، FARID NAZARI-NISAR BAHAWI

د عکس تشریح، د لوبې لیدلو ته زرګونه کسان ورغلي وو، چې د مینه والو مېرمنو ونډه هم پکې له ورایه څرګنده وه.

په سلمه دقیقه کې د توپان هریرود لوبډله وتوانېده چې د شاهین اسمايي ګول پرانیزي.

په لوبه کې تېروتنې یا فولونه هم کم نه وو، د لوبې تر ۸۸ دقیقې اوو لوبغاړو ته ژېړ کارتونه ورکړل شول او د توپان هریرود یوه لوبغاړي یو سور کارت ترلاسه کړ او له لوبغالي وایستل شو.

د شاهین آسمايي لوبډلې تر اوسه څلور ځله د دغو سیالیو اتلولي خپله کړې ده، خو دا دویم ځل دی چې توپان هریرود دغه پړاو ته لار ومومي.

د لوبې لیدلو ته زرګونه کسان ورغلي وو، چې د مینه والو مېرمنو ونډه هم پکې له ورایه څرګنده وه.

د افغان چارواکو له ډلې د افغان حکومت اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم لوبغالي ته ورغلی و.

له ټول افغانستان څخه اته لوبډلو په دغو سیالیو کې ګډون کړی وو.

د عکس سرچینه، FARID NAZARI-NISAR BAHAWI

د عکس تشریح، له ټول افغانستان څخه اته لوبډلو په دغو سیالیو کې ګډون کړی وو.

د کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي هم د نندارچیانو له مخې تېر شول، چې د مینه والو له تاوده هرکلي سره مخ شول.

په نیمه پایلوبه کې شاهین آسمايي لوبډلې د میوند اتلان او توپان بیا د اباسین څپې لوبډله ماته کړه او پایلوبې ته ووتل.

له ټول افغانستان څخه اته لوبډلو په دغو سیالیو کې ګډون کړی وو.