د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتلولي شاهین اسمايي لوبډلې وګټله

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د افغانستان د فوټبال غوره ليګ سياليو پايلوبه کې اسمايي شاهين لوبډلې ميوند اتلانو ته د یوه مقابل کې پر دوو ګولونو ماتې ورکړه او دغه اتلولي يې خپله کړه.
د دغه سیالیو پایلوبه کابل کې ځايي وخت ماسپښین درې بجې د فوټبال فدراسیون په لوبغاړي کې پیل شوه.
د لوبې له ۴۰ دقیقو وروسته شاهین اسمايي لوبډلې د میوند اتلانو په مقابل کې ګول وکړ.
خو وروسته میوند اتلانو هم ګول وکړ، چې بیا د مقابل لوري له دویم ګول سره مخ شول.
تر پایه دواړه لوبډلې دوه د یو په مقابل کې سره وجنګېدلې چې پایله کې ا شاهین سمايي د ۲۰۱۶ کال د فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه.
په پایلوبه کې د افغان حکومت د اجراییه رییس عبدالله عبدالله په ګډون نورو لوړپوړو چارواکو، د پارلمان غړو او یو شمېر سیاستوالو ګډون کړی و.
لوبې ته د کابل، کندهار، هرات، ننګرهار، مزار او نورو ولایتونو هم د فوټبال مینه وال راغلي وو.
د لوبې له پیلېدلو یوه ورځ مخکې د فوټبال مینه والو ټول ټکټونه را نیولي و.

د بي بي سي خبریال خوشال تایب وايي، ټکټ د فوټبال ادارې له خوا په ۱۰۰ او ۱۵۰ افغانۍ پلورل شوی، خو ویل کېږي له لوبغالي بهر تر ۵۰۰ افغانیو پلورل شوي دي.
د ذکرالله په نوم یو کس چې له کندهار دغې لوبې ته راغلی و، وايي که ټکټ په ۵۰۰۰ افغانۍ هم وی را نیولی به یې و.
د فوټبال غوره لیګ پنځم پړاو
سږ کال د افغانستان غوره لیګ فوټبال پنځم پړاو و، چې د اګسټ په ۲۵ پیل او ۳۵ ورځو کې پای ته ورسېد.
په دې اتلولیو کې د افغانستان د پنځو زونونو اتو لوبډلو ګډون درلود.
دا لوبډلې په دوو ډلو وېشل شوې وې، شاهین اسمايي ډله، د میوند اتلان، توپان هریرود او د اباسین موجونه لوبډلې په لومړي ګروپ کې او د سپین غر بازان، سیمرغ البرز، د امو موجونه د هندوکش عقابان لوبډلې په دویمه ډله کې شامل وو.
د دواړو ګروپونو ترمنځ دوو- دوو لوبډلو په خپلو کې سیالي وکړه، منځلوبې ته څلور لوبډلې ( میوند اتلان، اسمایي شاهین، امو څپې او سیمرغ البرز) لوبډلې ووتلې.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
خو میوند اتلان امو څپې او اسمايي شاهین د سیمرغ البرز په ماتولو سره پایلوبې ته ووتل.
پایلوبه هم اسمايي شاهین او میوند اتلان سره غاړه غړۍ شول، خو اتلولي اسمايي شاهین وګټله.
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالو پېښلیک
د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالۍ په ۲۰۱۲ کال کې پیل شوې چې لومړی ځل یې هریردو توپان لوبډلې د اتلولۍ جام خپل کړ.
خو تر هغه وروسته د پرلپسې دوو نورو پړاونو اتلولي د شاهین اسمایي لوبډلې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې وګټله.
تېر کال د غوره لیګ پړاو د اکتوبر پر ۲ پای ته ورسېد، چې پایلوبه کې یې د سپین غر بازانو لوبډلې د شاهین اسمايي ډلې ته ماته ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د غوره لیګ سیالیو مختلفې لاسته راوړنې او ښېګڼې
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند سید علي کاظمي وايي، دغه فدراسیون ژمنه کړې وه چې د فوټبال غوره لیګ سیالیو کې لوبغاړي خپله وړتیا زياته کړي، نو د افغانستان فوټبال ملي لوبډله (د افغانستان امید) ته به غوره کېږی.
سیدعلي کاظمي بي بي سي ته وویل، همدا وجه وه چې لوبغاړو په پنځم لیګ کې ښه وړتیا وښوده.
د هغه په خبره، ټولو لوبډلو سږنیو لوبو ته غوره لوبغاړي هم غوره کړي وو.
د شنونکو په باور د فوټبال غوره لیګ نه یواځې د فوټبال لوبې پراختیا ته ګټه درلوده، بلکې اقتصادي ګټه یې هم وه او د افغانانو ترمنځ د ملي یووالي په ټینګولو او د سولې په برخه کې هم بې اغېزې نه وه.








