بندیز پای ته ورسېد، د ترکیې دوې فوټبال لوبډلې پنځه کاله وروسته مخامخ کېږي

د عکس سرچینه، Eurosport
په ترکیې کې د ګلاتاسارای فوټبال لوبډلې مینه وال د خپلې خوښې وړ لوبډلې یوې کم سارې لوبې نندارې ته چمتووالی او خوښي کوي.
یاده لوبډله به د بییسیکتاس لوبډلې له سیالانو سره د اونۍ پای کې پنځه کاله وروسته په دغه ډول یوه لوبه کې برخه واخلي.
د دواړو لوبډلو تر منځ دغسې یوه لوبه د استانبول چارواکو له لوري د هغه بندیز له لرې کېدو وروسته شونې شوه، چې د مخالفو لوبډلو لوبغاليو کې یې د یوه بل پر لوبېدو لګولی و.
دغه بندیز ځکه لګول شوی و، چې د دغه ښار د فوټبال مینه والو تر منځ پېښ شوی تاوتریخوالی ډېری مهال لارو کوڅو ته رسېده.
۲۰۱۲ کال کې د فنر باغچه نومي فوټبال لوبډلې مینه والو د ګلاتاسارای لوبډلې پر وړاندې لیګ اتلولیو کې د خپلې خوښې وړ لوبډلې له ماتې وروسته له پولیسو سره اخ و ډب کې ښکېل شول او د لوبغالي میدان ته ووتل.
پولیسو هغه مهال د ګلاتاسارای لوبغاړي د خپلو ډالونو په مرسته د لوبې له ډګره وایستل.
وروسته لوبغاړي د کالیو بدلونو خونو ته لاړل او پولیسو د خلکو خپرولو لپاره اوړه شوي مرچ وشیندل.
وروسته قهریدلو نندارچیانو د لوبغالي شاوخوا لارو کوڅو کې خاورې خځلې وشېندلې او د دکانونو هندارې یې ماتې کړې. هغه لوبه د فنر باغچه لوبغالي سکوروساراکوګلو کې تر سره شوې وه.








