د افغانستان فوټبال غوره لیګ راتلونکې اونۍ پیلېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, اولیا اطرافي
- دنده, بيبيسي
نژدې دوې میاشتې مخکې داسې تمه کېده، چې د افغانستان فوټبال غوره لیګ اوومې سیالۍ به پیل شي، خو د چارواکو په وینا د مالي ستونزو له کبله داسې و نه شول.
بل لور ته اوس یوه خیره بنسټ ویلي، چې دغه لګښت پر غاړه اخلي او د افغانستان فوټبال فدراسیون چارواکي وايي سیالۍ به راتلونکې اونۍ کابل کې پیل شي.
له تېرو شپږو کلونو راهیسې دغه سیالۍ کېږي، چې نژدې دوې میاشتې دوام کوي، خو د فوټبال فدراسیون ویاند علي کاظمي وايي د هوا یخوالي له کبله به سږنۍ سیالۍ دومره اوږدوالی و نه کړي، بلکې هره ورځ به دغه سیالۍ کېږي، چې په وینا یې په ۱۸ ورځو کې به پای ومومي.
د دغو سیالیو د چمتوالي لپاره د افغانستان له اتو زونونو پلازمېنې ته راغلې لوبډلې تمرینونه کوي او د دغه راز له تاجکستانه اووه او له ازبکستانه یو روزونکی تمرین کې د مرستې لپاره افغانستان ته بلل شوي دي.
شاهین اسمايي، موجهای امو، د میوند اتلان، د سپین غر بازان، د اباسین څپې، عقابان هندوکش، توپان هریرود او سیمرغ البرز لوبډلې به سږنیو سیالیو کې لوبه وکړي. د راتلونکې یکشنبې پر ورځ به شاهین اسمايي او موجهای امو له یوه بل سره د سیالۍ لپاره د لوبې ډګر ته ووځي.








