د عسکونو البوم: د افغانستان فوټبال غوره ليگ سیالۍ

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ شپږم پړاو سیالۍ په کابل کې پیل شوې.

غوره لیګ
د عکس تشریح، د پرانیستې مراسمو او لومړۍ لوبې لیدلو ته زرګونه کسان ورغلي وو، چې د ښځو ونډه هم په کې تر ډېره محسوسه وه.
غوره لیګ
د عکس تشریح، د غوره لیګ سیالیو ته د لوبغاړو غوراوی شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې پیل شوی وو
غوره لیګ
د عکس تشریح، د هرې لوبډلې لپاره یو ویشت تنه لوبغاړي غوره شوي دي.
غوره لیګ
د عکس تشریح، د افغانستان د فوټبال فدارسیون مسؤلین وايي له دغو لوبو به د ملي لوبډلې یو شمېر غړي هم له همدې لیګ څخه غوره شي.
غوره لیګ
د عکس تشریح، لومړۍ لوبه د شاهین آسمايي او سپین غر بازانو لوبډلو ترمنځ وه، چې د شاهین آسمايي په بریالیتوب پای ته ورسېده.
غوره لیګ
د عکس تشریح، چارواکي تمه لري چې په دې سره به د تېرو کلونو په پرتله ډېر د فوټبال مینه وال د لوبو لیدلو ته ورشي.
غوره لیګ
د عکس تشریح، د غوره لیګ شپږم پړاو لومړۍ سیالي د سپټمبر میاشتې په اوومه نیټه د کابل په شنه لوبغالي کې پیل شوې