شاهین اسمايي د افغانستان فوټبال غوره لیګ اتلولي وګټله

د عکس سرچینه، AFGHANPREMIERLEAGUE/FB
- Author, نورګل شفق
- دنده, بي بي سي
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د شاهين اسمايي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. پایلوبه د مېوند اتلانو او شاهين اسمايي لوبډلو ترمنځ په کابل کې د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې وشوه چې زرګونه نندارچيان يې کتو ته ورغلي وو.
دواړو لوبډلو ته د لوبې تر ټاکلي وخت وروسته ۳۰ دقېقې نورې هم ورکړل شوې چې په پای کې شاهين اسمايي لوبډلې د دغو لوبو اتلولۍ ۴-۳ په توپير سره خپله کړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسيون په لوبغالي کې، چې نږدې اووه زره نندارچیان پکې ځاييږي د لوبې نندارې ته خورا ګڼ شمېر کسان راغلي وو.
د نورو تر څنګ هنرمندان او سیاسي فعالان هم د فوټبال د سږ کال د غوره ليګ سیالیو پایلوبې کتلو لپاره دغه لوبغالي ته ورغلي وو.
دا لوبه د دغه لیګ د شپږم پړاو تر ټولو له تلوسې ډکه لوبه وه او د لوبغالي ګردچاپېر کلک امنيت نيول شوی و.
دواړو لوبډلو د یوه بل د ماتولو هڅه کوله. د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې شاهين آسمايي مېوند اتلانو ته دوه ګوله ورکړل.
د دویمې پاڼۍ له پېلېدو مخکې افغان هنرمند فرهاد دریا سندرې وبللې او ناستو نندارچیانو چې کورنۍ هم پکې وې په چکچکو، شور او زوږ بدرګه کړ.
د دویمې پاڼۍ په لومړيو دقیقو کې د مېوند اتلانو خپل لومړی ګول وواهه او د لوبې تر پای ته رسېدو لږ مخکې يې شاهين اسمايي ته دویم ګول هم ورکړ چې لوبه دوه دوه مساوي لا له تلوسې ډکه شوه.
د ۳۰ دقېقو په اضافي وخت کې دواړو لوبډلو په داسې حال کې پر یوه بل د ګول کولو لپاره بريدونه کول چې ملاتړو يې په پلوۍ چیغې وهلې، هماغه و چې شاهين اسمايي دوه نور ګولونه هم ووهل او لوبه ۴-۲ روانه شوه.
خو د لوبې تر پایه د مېوند اتلانو یوازې یو بل ګول یاني درې ګلونه وکړای شول.
له همدې سره شاهين اسمايي د مېوند اتلانو د درو ګولونو په ځواب کې د څلورو ګولونو په درلودو سره د افغانستان د سږ کال د فوټبال د غوره لیګ اتلولي خپله کړه. دې لوبډلې تېرکال هم دا اتلولي ګټلې وه.
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالۍ هر کال تر سره کېږي چې د دغه هېواد له اتو زونونو اته لوبډلې برخه پکې اخلي. په سږني پړاو کې هم د تېرو څلورو پړاونو په څېر په دوو بېلو ګروپونو کې څلور څلور لوبډلو له یوه بل سره سیالۍ وکړې.

د عکس سرچینه، AFGHANPREMIERLEAGUE/FB
شاهين اسمايي، د مېوند اتلان، د هريرود توپان او اباسين څپې لوبډلې په لومړي ګروپ او د سپین غربازان، سيمرغ البرز، د آمو څپې او د هندوکش بازانو په دویم ګروپ کې سیالۍ وکړې.
پایله دا شوه چې شاهين اسمايي او د مېوند اتلان لوبډلو پایلوبې ته لار ومونده او تېره شپه د 4-3 په مقال کې شاهين اسمايي لوبډلې اتلولي وګټله.
د لوبو د پای مراسم د فرهاد دريا په سندرو پای ته ورسېدل.








