کندهار کې پر واده 'بمبارۍ' درې ښځې وژلې، ناوې ټپي ده

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان کندهار ولایت معروف ولسوالۍ کې عیني شاهدانو ویلي، د واده پر مراسمو یوې چورلکې بمبار کړی چې درې ښځې او یو ماشوم پکې وژل شوي او ۳۰ نور کسان ټپیان دي.
د یادې ولسوالۍ خوګیاڼو سیمه کې دغې بمبارۍ ناوې هم ټپي کړې ده.
د ناوې ورور عبدالواحد بي بي سي ته ویلي، بمبار داسې مهال شوی، چې د واده د موټرو او موټر سایکلونو کاروان له یوې کلیوالې سیمې روان و، لومړی بې پیلوټه الوتکه راغلې او بیا وروسته یوې چورلکې د واده پر ګاډو او موټرسایکلونو یې بمبار کړی.
د کندهار د والي ویاند ضیاء دراني په بمبار کې د څلورو کسانو وژنه تایید کړې، خو وايي دغه کسان د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښته کې وژل شوي.
دی وايي، لا مالومه نه ده چې دوی د چا په ډزو وژل شوي.
عبدالواحد وايي، په دې سیمه کې نه حکومت واکمن دی او نه هم طالبان خو اصلاً جنګ هېڅ پکې شوی نه دی.
نوموړی زیاتوي، نهه ساعته لار یې وهلې چې ایله خپل ټپيان د ارغستان ولسوالۍ کلینیک ته ورسوي.
ملګرو ملتونو ویلي، په روان کال کې د ولسي مرګ ژوبلې کچه تر تېرو کلونو ډېره لوړه ده.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
دغه سازمان ویليو د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان جګړه کې ۱۶۹۲ ولسي وګړي وژل شوي او تر درو زرو ډېر نور ټپيان شوي دي.
ملګري ملتونه وايي، د ولسي مرګ ژوبلې د ۲۰ سلنې عاملین د افغانستان حکومتي ځواکونه دي.








