یوناما: د وردګو جغتو هوايي برید کې ۱۲ ولسي وګړي وژل شوي
افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي، لومړنیو موندنو یې ښودلې، چې د وردګو ولایت جغتو ولسوالۍ کې د حکومت پلوو ځواکونو بمبارۍ کې ۱۲ ولسي وګړي وژل شوي.
د افغانستان دفاع وزارت د یوناما د خبرپاڼې په غبرګون کې ویلي، جغتو کې یې د ولسي وګړو د وژل کېدو په اړه یو یې څېړونکی پلاوی ټاکلی، چې د څېړنو پایلې به یې وروسته له رسنیو سره شریکې شي.
یوناما وايي، ټول وژل شوي ولسي وګړي ښځې او ماشومان د جغتو ملا حافظ کلي د هغې کورنۍ غړی دي، چې د سپټمبر پر ۲۳مه یې کور په هوايي برید کې ویجاړ شوی.
د ملګرو ملتونو په خبرپاڼه کې ویل شوي، په وژل شویو کې لس ماشومان دي - چې اته پکې نجونې دي، او عمرونه یې له شپږو تر ۱۵ کلونو وو.
یوناما وايي همدا اوس هېواد نورو برخو کې هم د ورته هوایي بریدونو له کبله ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې د تازه رپوټونو په اړه پلټنه کوي.

د دغې ادارې په وينا، دوی هڅه کوي پوه شي چې افغان او که نړیوال ځواکونه د دغې ملکي مرګژوبلې مسؤول وو.
یوناما په خپله ویناپاڼه کې ليکلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا په وسله والو نښتو کې د ملکيانو د خوندي کولو ماموريت ته په کتو دوی هڅه کوي چې د شوو پېښو په اړه د نورو حقایقو د موندلو لپاره خپلواکې څېړنې وکړي.
دوی وایي، د څېړنو د پایلو له مخې به په راتلونکي کې د ولسي وګړو د خوندیتوب لپاره ګامونه اخلي.
د یوناما د شمېرو له مخې د ۲۰۱۸ کال په لومړۍ نيمايي کې په افغان جګړه کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې شاوخوا اووه سلنه د هوايي بريدونو له امله ده.
یوناما د ۳۵۳ کسانو د مرګژوبلې (۱۴۹ مړينو او ۲۰۴ ټپيانو) په ثبتولو سره ویلي چې د ۲۰۱۷ کال د ورته مهال پر تله د هوايي بريدونو له امله په اوښتې مرګ ژوبله کې ۵۲ سلنه ډېروالی راغلی.
سې شنبه (تله ۳مه) یوناما په یوه رپوټ کې وویل، د تېر ۲۰۱۷ کال شپږو میاشتو پرتله د سږ کال په همدې موده کې، افغانستان کې د هوايي بریدونو له امله ولسي مرګ ژوبله ۵۲ سلنه ډېره شوې ده.
یوناما دا رپوټ په داسې مهال خپور کړی، چې تېرو دوو ورځو کې افغانستان کې د هوايي بریدونو له کبله د ولسي وګړو د وژل کېدو خبرونه خپاره شوي.
یوناما په خپل پروني رپوټ کې ویلي وو: "یونما د هوايي بریدونو ۵۲ سلنه د افغانستان هوايي ځواک ته، ۴۵ سلنه نړیوالو نظامي ځواکونو ته او پاتې نور ۳ سلنه نا پېژندل شوو دولت پلوه ځواکونو ته منسوبه کړې."
د یوناما د رپوټ له مخې، د افغانستان شخړه کې د روان کال د لومړۍ نیمايي ملکي تلفاتو کابو اوه سلنه هوايي عملیاتو ته منسوبه شوې.
یوناما د تېرې شنبې په ورځ کاپیسا ولایت کې د ولسي وګړو وژل کېدو ته په اشاره ویلي، تګاب کې د یوه ښوونکي پر کور هوايي برید د ماشومانو او ښځو په ګډون د کورنۍ نهه غړي ووژل او ګڼ نور ټپیان کړل.
یوناما د جګړې له دواړو غاړو د نښتو او جګړو پرمهال د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي غوښتنه کړې ده.
د کاپیسا پېښې په اړه د پرېکنده ماموریت غبرګون

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
په افغانستان کې پرېکنده ماموریت یوه خبرپاڼه کې د یونما د راپور په اړه غبرګون کې ویلي، د کاپیسا عملیاتو په اړه معلومات څېړي او پایلې به یې وروسته شریکې کړي:
"موږ اوسمهال د کاپیسا د پېښې په تړاو ټول عملیاتي، اړوند او باوري معلومات څېړو. په دې کې هغه معلومات هم دي چې افغان لوري او د کلیو مشرانو موږ ته راکړي. موږ به په دې تړاو وروستي معلومات شریک کړو."
د افغانستان دفاع وزارت د تېرې دوشنبې په ورځ وویل، د جغتو ملا حافظ کلي کې یې د وسله والو طالبانو یو زندان په نښه کړی، چې ګڼ طالبان یې پکې وژلي.
خو د سیمې خلک وايي، په دې برید کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ګڼ ولسي وګړي وژل شوي.










