امریکا: پاکستان باید دا فغانستان د اقتصادي پرمختګ او ټیکاو ملاتړ وکړي

د عکس سرچینه، AFP
د امریکا بهرنیو چارو وزارت کې د سوېلي او منځنۍ اسیا مرستیاله اېلس وېلز وايي، د پاکستان نوی حکومت باید امریکا باوري کړي چې کومې ترهګرې ډلې افغانستان کې امریکايي ځواکونه په نښه کوي، نور به هغو ته په خپله خاوره کې پنا نه ور کوي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د خپلې دندې پیلولو پر مهال ویلي و چې له خپلو ګاونډیو هېوادونو په تېره افغانستان او هند سره ښه اړیکي جوړولو غواړي.
د هغه په خبره، دا ښه اړیکي د پاکستان د امن لپاره ضروري دي.
اېلس وېلز له بي بي سي سره خبرو کې وویل، چې د عمران خان د دې خبرې هر کلي کوي او پاکستان ته پکار دي په سیمه کې د یوه ګاونډي په توګه مهم رول ولوبوي:
"اسلام اباد ته پکار دي د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او ټیکاو ملاتړ وکړي په تېره افغانستان ته اجازه ور کړي چې د پاکستان له خپلې خاورې هند ته خپل توکي ولېږدوي".
هغې دا هم وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریز اړیکي برابرول تر ټولو ډېر مهم دي:
"دې سره د ختیځ او لوېدیځ سوداګري د منځنۍ اسیا تر مارکېټونو رسېږي".
د ستراتیژي بشپړ پلي کول

د عکس سرچینه، EPA
نوموړې په خپلو خبرو کې دا هم وویل، چې واشنګټن د سوېلي اسیا په هکله خپلې ستراتیژۍ ته بشپړ ژمن دی:
"موږ سیمه کې د هر ډول حکومتي لوبغاړو، د ترهګرو د هر ډول هڅو یا پراکسي وار ختمېدل غواړو".
هغې دا هم وویل، چې پخوا یې هم پاکستان ته ویلي چې دغه هېواد کې د ترهګرو خوندي پټنځي شته او ختمول یې ضروري دي.
اېلس وېلز زیاته کړه، چې واشنګټن له اسلام اباد سره رغند او ښه اړیکي غواړي.
د هغې په خبره، امریکا له پاکستان هم د داسې اړیکو هیله لري لکه د سوېلي اسیا د نورو هېوادونو په څېر.
هغې بي بي سي ته وویل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ښو اړیکو لپاره ډېرې هڅې کوي.
"امریکا پوره هڅه کوي او دا باورول غواړي چې افغانستان کې د ملا فضل الله په څېر کسان او ترهګرې ډلې یو مخ له منځه لاړې شي".
د سولې هڅې

د عکس سرچینه، Getty Images
د اېلس وېلز په خبره، پاکستان او افغانستان دواړه وروستیو کلونو کې د ترهګرۍ له څپو سره مخ و:
"دواړو هېوادونو کې ډېر بریدونه وشول. د ترهګرۍ یو مخ له منځه وړل د سیمې د امن لپاره ډېر ضروري دي".
اېس وېلز دا هم وویل چې افغانستان هڅه کوي د سولې خبرو ته وسلوال طالبان کېنوي، دا ډول پاکستان ته هم پکار دي چې سیمه کې د امن لپاره مهم رول ولوبوي او افغان طالبان خبرو ته چمتو کړي.









