"طالبان سولې ته چمتو کړئ، که نه افغانستان ته یې ولېږئ"

د عکس سرچینه، AFP
د سویلي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې الېس وېلز ویلي، امریکا په ټینګار سره له پاکستانه غوښتي چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته چمتو کړي.
نوموړي ویلي، که چېرته طالبان د سولې خبرو ته غاړه نه ږدي نو بیا پاکستان باید د دې ډلې مشران او جنګیالي بېرته افغانستان ته ولېږي.
مېرمن وېلز زیاته کړه، پر پاکستانه یې فشار راوړی چې پر خپله خاوره وسله والو طالبانو ته پټنځایونه ورنکړي.
نوموړي خبریالانو ته وویل:
"موږ پخوا هم پاکستان ته ویلي چې وسله والې ترهګرې ډلې د دوی پر خاوره پټنځایونه لري. اوس د دې وخت را رسېدلی چې د خبرو له لارې د دې ستونزې حل وموندل شي. پاکستان ته هم اوس پکار دي چې په دې اړه زموږ دریځ تائید کړي".

د عکس سرچینه، PTV
مېرمن وېلز پر دې خبره هم خوښي څرګنده کړې چې د پاکستان نوی لومړی وزیر عمران خان له افغانستان او هند سره سوله او رغنده اړیکي غواړي.
په واشنګټن کې خبریالانو سره په خبرو کې نوموړې وویل، افغانستان ته د ثبات په راوستلو کې د پاکستان رول خورا مهم دی.
د هغې په وینا، د سویلي اسیا لپاره د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په تګلاره کې ټینګار شوی چې هند هم د افغانستان په ثبات کې مهم رول لوبولی شي.
مېرمن وېلز وویل، هند دا وړتیا او لېوالتیا لري چې په افغانستان کې رغنده رول ولوبوي.
یاده دې وي چې د پاکستان نوي لومړي وزیر عمران خان ولس ته په خپله لومړۍ وینا کې ټینګار وکړ چې د خپل هېواد پر ختیځه او لویدیځه پوله، یعنی له هند او افغانستان سره سوله او ښه اړیکي غواړي.
د ښاغلي خان په وینا، له دې پرته په پاکستان کې هم هېڅ کله سوله او ثبات نشي ټینګېدلی.








