ټرمپ: د افغانستان جګړې ته سیاسي حل لاره غواړو

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، حکومت یې هیله لري چې په افغانستان کې روانې جګړې ته به یوه سیاسي حل لاره وموندل شي.
ولسمشر ټرمپ د افغانستان د ۹۹مې کلیزې په ویاړ افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته د مبارکۍ یو لیک استولی.
د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري پر خپله ټوېټرپاڼه د دې لیک ځینې جزیات په ډاګه کړي.
په لیک کې امریکایي ولسمشر په افغانستان کې د ملي وحدت د حکومت د مشرانو ستاینه کړې، او د سولې، امنیت او اقتصادي ودې لپاره یې د دوی هڅې ستایلې دي.
نوموړي زیاته کړې، دواړه هېوادونه ژمن دي چې په افغانستان کې روانې جګړې ته یوه سیاسي حل لاره پيدا کړي.
ولسمشر ټرمپ ویلي، هیله لري چې افغانستان به یوه ورځ د بشپړې سولې خاوند شي او د سیمې له هېوادونو سره به په ټولو چارو کې همغږی شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بله خوا تمه کېږي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د یکشنبې پر ورځ افغان ولس ته وینا وکړي، او ښایي په راتلونکي لوی اختر کې له وسله والو طالبانو سره د یو بل اوربند اعلان وکړي.
د امریکا حکومت څه موده وړاندې په لومړي ځل له وسله والو طالبانو سره مخامخ خبرې وکړې.
د دې هېواد بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الېس وېلز تېره میاشت په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له چارواکو سره وکتل او په افغانستان کې یې د سولې او ثبات په اړه نظرونه سره شریک کړل.
تر دې وړاندې رپوټونه وو چې ولسمشر ټرمپ د خپل حکومت دېپلوماتانو ته سپارښتنه کړې چې له طالبانو سره مخامخ اړیکې ونیسي.









