افغانان نن د خپلواکۍ ۹۹مه کلیزه لمانځي

د عکس سرچینه، ARG
د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې دولتي چارواکي او عام افغانان نن د خپلواکۍ ۹۹مه کلیزه لمانځي.
ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د دفاع وزارت په انګړ کې د خپلواکۍ پر څلي د ګلانو ګېډۍ کېښوده.
د ارګ په اعلامیه کې راغلي چې په دغو مراسمو کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د جمهوررئیس لومړي مرستیال ستر جنرال عبدالرشید دوستم، د هېواد مخکېني جمهوررئیس حامد کرزي، د شاه امانالله خان لور شهزادګۍ هندیې، د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق هم ګډون درلود.
پر دوی سربېره د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د علماو د سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف، د کابینې یو شمېر غړو او د جمهوري ریاست سلاکارانو، د ملي شورا او سترې محکمې یو شمېر غړو، د وسله وال پوځ یو شمېر جنرالانو او افسرانو او په کابل کې د دوستو هېوادونو یو شمېر سفیرانو او استازو د نن ورځې په مراسمو کې ګډون درلود.

د عکس سرچینه، ARG
د افغانستان د نورو ښارونو پرتله له تېرې ورځې راهیسې په جلال اباد ښار کې د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو جشن په شور اوځوږ سره نمانځل کېږي.
د ښار واټونه، د غازي امان قبر او لویې لارې پر بېرغونو او عکسونو پوښل شوي.
په دې ښار کې تېره شپه خلک د ښار واټونو ته راوتلي وو او نڅاوې یې کولې.
د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې اور لوبه هم وشو.
د ننګرهار والي حيات الله حیات بي بي سي ته وويل، د خپلواکۍ ورځې نمانځلو په پار یې امنيتي تدابير ډېر کړي دي.
بل لور ته وسله والو طالبانو هم په یوه اعلامیه کې د نن ورځې په مناسبت افغان ولس ته مبارکي ورکړې.
همدا رنګه د فلسطین د فوټبال ملي لوبډله هم په کابل کې ده او ټاکل شوې ده چې نن به د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۹مې کلیزې په ویاړ له افغان ملي لوبډلې سره لوبه کوي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم په یوه لیک کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړې.









