" افغانستان کې د لوى اختر اوربند ته هیلې کمې شوې"

د عکس سرچینه، EPA
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
وال سټريټ ژورنال ورځپاڼه پلازمېنه کابل کې شوي پروني بريد ته په اشاره وايي دا افغانستان کې د تاوتريخوالي د يوې بې سارې اوونۍ يوه بله خونړۍ پېښه وه.
د ورځپاڼې په باور دې تاوتريخوالي هغه څه بې سېکه کړل چې امريکا او افغان حکومت له طالبانو سره د ژر رامنځته کېدونکي اوربند او د سولې د خبرو نوي پلاي رښتينى ليد لورى باله.
ورځپاڼه وايي طالبانو د کابل په چاودنه کې ښکېلتيا رد کړې خو له دې پېښې وړاندې يې له تېرې جمعې راهيسې چې پر غزني ښار بريد وکړ نامعمول مرگوني اقدامونه کړي.
ورځپاڼه وايي په غزني کې د تاوتريخوالي د څپې کمزورېدل د حکومتي ځواکونو ستونزه نه ده کمه کړې او په بغلان کې امنيتي ځواکونو ته اوښتې وروستۍ مرگژوبلې ته اشاره کوي
ورځپاڼه وايي افغانستان کې اوس دا تمې کمې شوې چې طالبان راتلونکي لوى اختر کې اوربند اعلان کړي.
ورځپاڼه وايي تېره اوونۍ حکومتي چارواکو او طالبانو په جلا جلا توگه په خپلو کې د اوربند په تړاو خبرې کولې.
ورځپاڼه وايي د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو د دويم پړاو لپاره هم تياری روان و خو اوس نه ده څرگنده چې روان تاوتريخوالى به د دغو ټولو مسايلو د لارې خنډ شي او که څنگه.
ډېلي ټلېگراف

برتانوۍ ډېلي ټلېگراف ورځپاڼې د طالبانو هغې وينا ته کتنه کړې چې وايي د سره صليب ادارې ته نور امنيتي تضمين نه ورکوي.
ورځپاڼه وايي د طالبانو دا گواښ په داسې مهال مخې ته راځي چې پر روغتياپالو د بريدونو د شمېر له امله اندېښنې مخ په ډېرېدو دي.
طالبانو پر دغه ادارې تور پورې کړى چې خپلو کارونو کې چې د جگړې قربانيانو او په هغه ډله کې د زندانيانو حالت ته پام کول دي پاتې راغلې.
سور صليب دا ادعا نه مني او وايي ١٠٠٠ کارکوونکي يې په افغانستان کې په کار بوخت دي او په تېرو دېرشو کلونو کې يې په جگړه کې اېسارو وگړو سره مرستې کړې.
ورځپاڼې د روغتيايي کارکوونکو نړېوالې ټولنې وينا راخيستې چې وايي په افغانستان کې پر ډاکټرانو، نرسانو او روغتونونو بريدونه په ډېرېدو دي.
ورځپاڼې د يوه رپوټ پر بنسټ ليکلي چې افغانستان نړۍ کې دريم هغه هېواد دى چې پکې پر روغتياپالو ډېر زيات بريدونه شوي دي.
ورځپاڼه وايي جگړه روغتياپالو او رنځورپالو ته د کار زمينه سختوي، کلينيکونه تړل کېږي او خلک له درملنې پاتې وي.
گارډين:
گارډين ورځپاڼې ليکلي، د اتريش د کډوالۍ چارواکو د يوه افغان وگړي چې ادعا يې کوله همجنس خوښى دى، د پناه غوښتنليک رد کړى.
د ورځپاڼې په وينا دغه ځوان ويلي و چې د خپلې همجنس خوښۍ له امله به افغانستان کې وځورول شي.
خو اتريشي چارواکو له دې امله د هغه پناه غوښتنه نه وه منلې چې د دوى په وينا نه يې جامې، نه کړه وړه او نه يې چلند همجنس خوښو ته ورته وو.








