امریکا ولې له طالبانو سره د خبرو هیله لري؟

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سوېلي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا استازې

د منځنۍ او سوېلي اسیا لپاره د امریکا استازې ایلس جي وېلز وايي، پاکستان څارل کېږي او خپله خاوره کې د طالبانو د پټنځیو د له منځه وړلو ریښتونې مرسته ترې غوښتل کېږي.

نوموړې د امریکا د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ ته وینا کې وویل، امریکا پاکستان کې د وسلوالو طالبانو د لسګونو کلونو د پټنځیو پر ختمولو کار کوي.

هغې دا هم وویل، کوشش کېږي د طالبانو ځینې وسلوال د تاوتریخوالي پرېښودو ته وهڅول شي چې له دې لارې دا تاوتریخوالی کم او په ځایي کچه د مسلې پر اوارولو غور وشي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ کوچني اختر کې اوربند او ممکنه خبرو په هکله اېلس جي وېلز دا هم وویل:

"امریکا داګیزوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د نېغو خبرو ملاتړ کوي او په دې کې ګډون او همکارۍ ته تیاره ده".

هغې زیاته کړه چې واشنګټن د افغان حکومت او ټولو اړخونو ملاتړ کوي چې د خبرو له لارې ټولیز تړون ته ورسېږي چې له مخې یې افغان کشاله اواره شي او دا خبره هم باوري کول غواړي چې افغانستان بیا د ترهګرو په پټنځي بدل نه شي.

دغه امریکايي استازې درې ورځنی اوربند له نږدې شپاړس کلنې افغان- امریکا جګړې وروسته روان کال کې د سولې خبرو په تړاو بې جوړې ریښتونی چانس وباله چې له مخې یې د کړکېچ تلپاتې اواری رامنځ ته کېدلی شي:

"د دا ډول تړون له مخې د امریکا مهمې ګټې خوندي کېدلی او بالاخره افغانستان کې د متحده ایالتونو د اوږدمهالې بوختیا اړوند لګښت کمېدلی شي".

نوموړې له وسلوالو طالبانو هم وغوښتل چې له تاوتریخوالي لاس واخلي، له القاعده سره اړیکي ختم کړي او د افغانستان اساسي قانون ومني چې پکې د ښځو او لږکیو حقونه خوندي دي.

څلور مهم ټکي

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبان اوس پر پښتني سیمو سربېره د افغانستان نورو برخو ته هم خواره شوي دي.

ایلس جي وېلز د افغان کشالې د اواري لپاره پر څلورو ټکو پام مهمه وباله.

  • د تاوتریخوالي کمولو لپاره د افغان حکومت د هڅو ملاتړ او د سولې خبرو له زیانمنوونکو خوندیتوب برابرول.
  • افغان سیاست کې د ښکېلو لورو هڅول، چې د سولې ملاتړ وکړي او راتلونکو پارلماني او ولسمشرۍ ټاکنو کې ملي ګټو ته لومړتوب ور کول.
  • د توندلارۍ د جرړو اېستلو لپاره د افغان حکومت د سمون ملاتړ.
  • د افغان حکومت د ګاونډیو او نږدې ګاونډیو سره خبرې چې د سولې لپاره د افغان حکومت سیمه ییز ملاتړ ترلاسه شي او د دې لارې په مخ کې د خنډ اچوونکو مخه ډب شي.

د سولې را وستلو خوب څومره ریښتونی دی؟

ر

د عکس سرچینه، Muqadasa Ahmadzai

د عکس تشریح، وسلوال طالبان اختر کې د افغانانو له پراخ هرکلي سره مخ شول.

د امریکا د استازې اېلس جي وېلز څرګندونو ته په اشارې د افغان چارو شنونکی طاهر خان وايي، د وسلوالو طالبانو له درې ورځني اروبند وروسته د سولې خبرو کې کوم پرمختګ نه لیدل کېږي.

د هغه په خبره، ښارونو کې افغانانو د وسلوالو طالبانو هرکلی وکړ چې له امله یې پر دغه ډله اخلاقي فشار اچول کېږي، خو د سولې خبرو پیلول ډېر پېچلی کار دی:

"که پر اوسني اوربند خبره کېږي نو ویل کېږي چې د طالبانو په مشرتابه کې هم پرې اختلاف رامنځ ته شوی، ځکه دوی افغان حکومت روان کړکېچ کې مقابل لوری نه بولي او که داسې کوي، نو د خپلو کسانو قانع کول به ورته ډېر ستونزمن وي، ځکه د پخوانیو مشرانو ملاعمر او ملا منصور له دریځ سره بلکل ټکر کې دی.

طاهرخان زیاتوي افغان طالبان له حکومت سره خبرو ته تیار نه دي، بلکې له امریکا سره شرطي خبرو ته چمتو دي:

"د دې لپاره له امریکا غواړي چې لومړی دا ورته ووايي، چې له افغانستان ځي او کله ځي".

دا چې وروستیو کې د طالبانو په وړاندې د امریکا چلن ولې نرم ښکاري په ځواب کې طاهر خان وایي، چې د افغان جګړې له امله امریکا کې پر حکومت فشار زیاتېږي او پوښتل کېږي چې څه کوي.

په دې تړاو درې میاشتې مخکې امریکا کې د افغان جګړې په تړاو پوښتنې پورته کوونکي یوه امریکايي سناتور ته په قطر کې د طالبانو دفتر هم بلنه ور کړه.

د امریکا لپاره د افغان جګړې لګښت او سږ اتلسم کال ته د دې جګړې غځېدل بله خبره ده چې ور سره اوس نه یواځې طالبان پښتني سیمو بلکې نورو برخو ته هم خواره شوي دي.

طاهر خان وايي، افغانستان کې د طالبانو اغېز د کمېدلو په ځای ډېر شوی، ځکه د روسیې، چین، ایران او پاکستان په ګډون د سیمې ټول هېوادونو سیاسي اواری غواړي د دې ټولو وجو له امله پر امریکا د خبرو فشار ډېرېږي.

پاکستان کې د طالبانو خوندي پټنځي څومره ریښتیا دي؟

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستاني چارواکي خپله خاوره کې د طالبانو پټنځيو تورونه ردوي.

طاهر خان وايي، امریکا پخوا هم پر پاکستان ورته تورونه لګولي او له پامه غورځېدلی ځکه نه شي چې څه مهال مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز پخپله ویلي و، چې د افغان طالبانو کورنۍ په پاکستان کې دي.

د هغه په خبره، د واشنګټن له دې تور نټه نشي کېدلی، خو ور سره دا ویل هم سم نه دي چې پاکستان کې خوندي پټنځي شته:

"ځکه پاکستان وايي، که دغه هېواد کې د افغان کډوالو مسله اواره شي، نو دا ستونزه هم اوارېږي".

نوموړی دا هم وايي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ۲۶ سوه کیلومتره اوږده پوه د خلکو تګ راتګ کنټرولول هم ګران کار دی.