"طالبان دې د امریکا په منځګړیتوب د سولې خبرو کې ګډون وکړي"

د عکس سرچینه، AFP
د امریکا د پوځ جنرال اسټین سکاټ مېلر په افغانستان کی د ناټو ځواکونو د نوي عمومي قوماندان په توګه وټاکل شو. د نوموړي سلف جنرال جان نیکولسن و، چې دوه کاله یې په افغانستان کې د پرېکنده ماموریت مشري وکړه.
د واک د لېږد مراسمو کې، چې کابل کې جوړ شوي وو، د پرېکنده ماموریت نوي مشر جنرال مېلر وویل، نړۍ په دې پوهېدلې چې دوی د افغانستان په اوږده جګړه کي نه ناکامېږي:
"موږ باید پر دوی فشار وساتو. موږ باید ډاډه شو چې ترهګر بیا افغانستان د نړۍ لپاره په خپل پټنځای بدل نه کړي. موږ د خپل کور او کورنۍ د ساتلو مسؤولیت لرو او باید بریالي شو."
بل خوا، تلونکي جنرال جان نېکولسن پر طالبانو غږ وکړ چې د امریکا په منځګړیتوب د افغان سولې خبرو کې ګډون وکړي:
"په افغانستان کې سوله د ټولو په ګټه ده. دا نه یوازې د افغانانو ناخوالې ختموي، بلکې افغانستان کې سوله ګرده نړۍ خوندي کولی شي."
په افغانستان کې له تېرو اوولسو کلونو راهیسې له وسله والو طالبانو سره د ناټو په چوکاټ کې د شاوخوا څلوېښتو هېوادونو پوځيان جنګېدل.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
۵۷ کلن مېلر نهم امریکایی قومندان دی، چې د افغانستان په ۱۷ کلنه جګړه کې د جګړې مشر ټاکل کېږي او د ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ پرمهال لومړنی جنرال دی چې د پرېکنده ماموریت ځواکونو مشري ورکول کېږي.
جنرال مېلر وړاندې هم د امریکا پوځّ کې کار کړی او د مرکزي قوماندې د ځانګړو ځواکونو د نړیوالې ترهګرۍ د مبارزې مشر و.
جنرال سکاټ مېلر په ۱۹۸۳ کال د امریکا له پوځي اکاډیمۍ فارغ شوی او بیا یې پلي ځواکونو کې کار کړی.
له ۲۰۰۱ کال راهیسې، چې افغانستان ته د امریکا په مشرۍ بهرني ځواکونه واستول شول، په دې هېواد کې تر ۲۴۰۰ ډېر امریکايي پوځيان وژل شوي دي.










