موټر کې یوه وړه اله؛ چې غله هم ترې ډارېږي

موټر
د عکس تشریح، کابل ښار کې شاوخوا پنځه سوه زره موټر ګرځي.
    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان په پلازمېنې کابل کې د موټرونو د غلا ډېرېدا د هغو شرکتونو کاروبار تود کړی چې په ګاډو کې د هغوی د موندلو اله ځای پر ځای کوي.

د کابل امنيه قومنداني وايي، په تېره شاوخوا یوه میاشت کې يې تر پنځو سوو ډېر کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نيولي، چې زیاتره يې د ګاډو غله دي.

په کابل کې د موټرو د غلا ډېروالي خلک اندېښمن کړي دي او له همدې وېرې ډېر کم خلک زړه ښه کوي چې د سړک پر غاړه موټر ولاړ پرېږدي.

کابل، چې تر پنځو ميلیونو ډېر خلک پکې مېشت دي او شاوخوا پنځه سوه زره موټر پکې ګرځي.

همدې ګڼې ګوڼې د غلو او جرم کوونکو کار اسانه کړی خو د پولیسو يې سخت کړی دی.

د ویډیو تشریح، کابل کې د ګاډو غلا

نژدې یوه میاشت مخکې د کابل اوسېدونکی سميع الله صميم په چکر پغمان ته روان و، خو غلو يې د خولې خوند تريخ کړ، د وسلې په زور يې موټر ترې واخیست او دی يې لاس تړلی په تش ډاګ پرېښود:

"پغمان ته روان وم، د وزیر کلا په سيمه کې دوه موټرسایکل سپاره وو، بې غږه تنفګچې ورسره وې. ما سره ۲۰۰۸ ماډل سپين ګاډی راسره و، لاسونه یې راته وتړل او موټر یې رانه یووړ."

سميع الله صميم
د عکس تشریح، سميع الله صميم: "... لاسونه یې راته وتړل او موټر یې رانه یووړ"

فریدون عظيمي بیا هغه ځوان دی چې د دفتر له څنګه يې غلو موټر په مخه کړی او تر ننه يې درک نشته:

"ما سره سپين کرولا ډوله موټر و، غوښتل مې له دفتره کور ته لاړ شم. خو چې کله له دفتر راووتلم، که ګورم موټر مې نشته".

د ځينو چې په بې خیرۍ کې خېر وي، همداسې نن سبا د هغو کاروبار جوړ دی چې یو ډول ځانګړي پولادي کولپونه جوړوي.

دا د نیم متر په اندازه اوسپنيز سيخ ته ورته پولادي ډنډه په دواړو سرونو کې لکه امسا کږه ده، په ګاډي کې دننه سټرېنګ او اېکسېلېټر له یوه بل سره کولپوي.

کابل کې هره ورځ د موټرو درې - څلور غلاوې

د کابل امنيه قومندان محمد داود امين
د عکس تشریح، د کابل امنيه قومندان محمد داود امين: "... په غلو کې ځینې داسې کسان هم وو چې د دوولسم ټولګي زده کوونکي وو او یو موټر يې غلا کړی و."

د کابل د کلاچې سيمې د ګاډو د یوې مستريخانې مسؤول مدیرخان اريوبي هم دا کولپ کاروي چې په وینا يې، د غلو کار سختوي:

"د نن سبا غله ډېر هوښيار دي، کلۍ پېدا کوي او کولپ موټر پرې خلاصوي. خو دا کولپ ډېر کلک دی. که غل یې ماتوي نو ډېر وخت ترې نيسي، ماتولی يې نشي، ډېر مضبوط کولپ دی."

امنيتي چارواکي هم مني چې په تېره روژه او ورپسې میاشت کې په کابل کې د موټرونو غلا ډېره وه. هره ورځ له اوو تر اوولسو ګاډي تښتول کېدل خو اوس په ورځني ډول درې یا څلور داسې قضيې ورځي.

د کابل امنيه قومندان محمد داود امين وايي، ګڼ غله يې نیولي دي:

"نژدې یوه میاشت او لس ورځې کېږي چې تر ۵۶۵ ډېر کسان مو نيولي دي چې زیاتره يې د موټرونو وسله وال غله دي. د دې تر څنګ مو په لسګونه د غله قوي ډلې نېولې دي. په غلو کې ځینې داسې کسان هم وو چې د دوولسم ټولګي زده کوونکي وو او یو موټر يې غلا کړی و."

خو خلک بیا هم امنيتي چارواکي د دې ستونزې په مخنيوي کې پاتې بولي.

همدې ګڼې ګوڼې د غلو او جرم کوونکو کار اسانه کړی خو د پولیسو يې سخت کړی دی.
د عکس تشریح، همدې ګڼې ګوڼې د غلو او جرم کوونکو کار اسانه کړی خو د پولیسو يې سخت کړی دی.

مګر ټکنالوژۍ بیا یوه د حل لار ورته پېدا کړې. GPS ټرکر. دا هغه اله ده چې په موټرونو کې ځای پر ځای کېږي او که غلا شي نو په اسانه یې ځای ځایګی پېدا کېدای شي. د دې الې د ځينو نصبوونکو شرکتونو مسوولان وايي، غوښتوونکي يې ډېر شوي او دې الې غله وېرولي دي.

اغا ملوک سهار د همداسې یوه شرکت درک مشر دی، وايي:

"دا الې موږ د موټر په یوه پټ ځای کې لګوو. اپلېکېشن یا کاریال یې د ګاډي څښتن ته په موبایل یا لپ ټاپ کې انسټالوو. دوی نو بیا د خپل موبایل له لارې خپل موټر په ژوندۍ بڼه کتلی شي، چې چېرې دی؟ دوی آن کولای شي خپل موټر چې هر چېرې وي د خپل موبایل یا کمپيوټر له لارې ګل کړي، چلان يې کړي."

د ویډیو تشریح، موټر کې کوچنۍ اله چې غله هم ترې ډارېږي

د ګاډو تر غلا ها خوا، په رڼا ورځ د خلکو له لاسونو د موبایلونو تښتول، د کورونو لوټېدل، د شپې لخوا ډزې او د شتمنو کسانو په نښه کېدل هغه نور موارد دي چې د دغه ګڼ ميشتي ښار د اوسېدونکو خوبونه یې تښتولي دي. ځينې خو لا ويي چې د امنيتي کسانو په جامه کې هم شوکې ترې شوې دي.