کابل کې د ګاډو غلا

د ویډیو تشریح، کابل کې د ګاډو غلا

د کابل امنیتي چارواکي وايي، ښار کې يې د موټرو غلا کمه شوې ده. د افغان پلازمېنې پوليسو په وینا، پخوا به له دغه ګڼ مېشتي ښاره د ورځې له ۷ تر ۱۵ ګاډي تښتول کېدل خو اوس د ورځې پنځه یا شپږ داسې قضيې ورځي. د دې ادارې چارواکي وايي، په تېره یوه نیمه میاشت کې يې نژدې شپږ سوه کسان د بېلا بېلو جرمونو په تور نيولي چې ډېر یې د ګاډو غله دي. نورګل شفق پرې له کابله رپوټ لري.