کابل کې د روهنگيا مسلمانانو ملاتړ او د امريکايي تبليغپاڼو غندنې غونډه

کابل کې احتجاج
د عکس تشریح، کابل کې راټولو شویو مظاهره چیانو په برما کې له روهینګیایي مسلمانانو سره روان تاوتریخوالی هم وغانده او له اړوندو نړیوالو بشري بنسټونو یې وغوښتل چې روهنګیایي مسلمانان له دې عذابه خلاص کړي.

په کابل کې سلګونه ځوانان، مدني فعالان او سیاستوال له روهنگيا مسلمانانو سره د خواخوږي او په پروان کې د امريکايي ځواکونو له لوري خپرو شويو "توهينوونکو" پاڼو پر وړاندې د احتجاج لپاره را غونډ شوي و.

د کابل د عیدګاه جومات مخې ته راټول شوي احتجاجيانو د امریکا پر ضد ډانګ پیلې خبرې وکړې او خپرې شوې تبلیغ پاڼې يې له اسلام سره ښکاره دښمني وبلله.

بهرنیو ځواکونو بیا د هغو تبلیغ پاڼو د خپرولو په اړه بښنه غوښتې چې مظاهره چیان یې په اړه غوسه څرگندوله.

له پرون راهیسې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر افغان کاروونکي هم د خپرو شویو تبلیغ پاڼو په اړه غوسه دي، بهرنیو ځواکونو پروان کې له الوتکو داسې پاڼې غورځولي و چې په کې یو زمری يوۀ سپي پسې دی او د سپي پر بدن د طالبانو بیرغ انځور شوى چې د اسلام کليمه هم پرې لیکل شوې.

کابل کې راټولو شویو مظاهره چیانو په برما کې له روهینګیایي مسلمانانو سره روان تاوتریخوالی هم وغانده او له اړوندو نړیوالو بشري بنسټونو یې وغوښتل چې روهنګیایي مسلمانان له دې عذابه خلاص کړي.

پر عید ګاه جومات سربېره یوشمیر نور مظاهره چیان د ملګرو ملتونو دفتر مخې ته راټول شوي وو او هغوی هم له برمایي مسلمانانو سره تاوتریخوالی د نه زغملو وړ یاد کړ.

د مظاهرې ګډونوال او د عدالت ګوند مشر عبدالرشید ایوبي وويل " پر نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو څار ډلې غږ کوو چې برما کې د بودایي حکومت له خوا د مسلمانانو عام وژنې مخنیوي وکړي."

په افغانستان کې حکومت هم له برمایي مسلمانانو سره شوی عمل د روهنګیایي مسلمانانو ټولوژنه بللې او په کلکو ټکو یې غندلی دی. له کابل وړاندې د افغانستان په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم د برمایي مسلمانانو وژنې او د کورونو سوځونې په غبرګون کې مظاهرې شوي دي.