ميانمار کې د روهنجيا مسلمانانو سلگونه کورونه سوځول شوي

روهنجیا

د عکس سرچینه، Reuters

د میانمار رخاین ایالت په هغه سیمه کې چې روهنجیا مسلمانان په کې مېشت دي ۲۶۰۰ کورونه سوځول شوي دي. ځايي چارواکي وايي دا د روهنجیا مسلمانانو پر ضد له لویو خونړیو پېښو یوه ده.

د ملګرو ملتونو کډوالو ادرې (یو این سي ایچ ار) مسوولینو په خبره تر اوسه نژدې ۶۰ زره روهنجیا مسلمانان له سیمې تښتېدلي، بنګله دېش ته کډوال شوي دي او مرستندویان د حالت په سمالښت کې پاتې راغلي دي.

میانمار چارواکو د "اراکان روهنجیا ژغورنې پوځ" د کورونو سوځولو مسوول بللى دى. دغې ډلې تېره اونۍ ویلي و د میانمار پر پوځیانو برید دوی کړی دی.

بل لور ته بنګله دېش ته کډوال شویو روهنجیا مسلمانانو تور پورې کړی، چې کورونه یې میانمار پوځیانو سوځولي، چې د دوی په وینا نه غواړي په دغه هېواد کې ژوند وکړي.

د روهجنیا مسلمانانو او میانمار پوځ تر منځ نښتو کې تر اوسه ۴۰۰ کسان وژل شوي دي.

بل لور ته د بشري حقونو څار ټولنې (هیومن رایټس واچ) مسوولینو ویلي له سټیلایټه اخیستل شوي تصویرونه ښيي چې کورونو ته میانمار پوځیانو اور ورته کړی دی.

میانمار

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له تېر اکتوبر میاشتې راهیسې سلګونه زره روهنجیا مسلمانان بنګله دېش ته کډوال شوي دي

مرستندویانو ویلي کډوال شویو کسانو ته یې کمپ یا پنډغالی جوړ کړی دی او اوبه، خواړه ورته چمتو کوي. د مرستندویانو په وینا دغه پنډغالي ته له لسو ډېر داسې کسان وروړل شوي، چې په مرمیو لګېدلي دي. د ځايي سرچینو له قوله ویل کېږي، چې دا مهال زرګونه کسان د بنګله دېش خاورې ته د ننوتو په حال کې دي.

میانمار

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د جمعې پر ورځ پر پولیس مرکزونو له بریدونو وروسته تاوتریخوالي زور واخیست

نښتو کې له ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې ویل کېږي ډېر وژل شوي سخت دریځي وسله وال دي.

له رخاین ایالته د کره معلوماتو تر لاسه کول نژدې ناشوني دي، ځکه یوازې څو خبریالانو ته اجازه ورکړل شوې، چې سیمې ته ورشي. که څه روهنجیا مسلمانان له پېړیو راهیسې میانمار کې ژوند کوي، خو د تابعیت حق نه دی ورکړل شوی او استوګنه یې غیر قانوني بلل کېږي.