ميانمار کې د روهنګیا مسلمانانو حال د يو پت خبريال راپور کې

د ویډیو تشریح، ميانمار کې د روهنګیا مسلمانانو حال د يو پت خبريال راپور کې

ميانمار کې د روهنګیا مسلمانانو حال د يو پت خبريال راپور کې چې د تاوتريخوالي ناوړه تېريو کيسه يې کوي.

ميانمار کې پر روهنګیا مسلمانانو د زورزیاتې پېښو په اړه د نړيوالو اندېښنې زياتې دي. د بشري حقونو د څار سازمان وړاندې ویلي وو، په تېرو شپږو اونیو کې د مسلمانو روهینګا وګړو تر ۱۲۰۰ ډېر کورونه ویجاړ کړل شوي دي.

حکومت دا نه مني چې ګني هلته یې د دوی کورونه ویجاړ کړي دي او وايي، روهینګا پخپله خپلو کورونو ته د نړیوالو د پام اړولو په پلمه اور ورته کړی دی.